ننګرهار والي بټي کوټ ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ ولس ته د امنيت او بيا رغونې په برخه کې د تازه اقداماتو تر سره کولو ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د ملي امنيت رئیس تورنجنرال نظر علي واحدي او امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز په ملتيا بټي کوټ ولسوال ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ خلکو ته يې د غونډې په ترڅ کې د امنيت او بيا رغونې په برخو کې د تازه اقداماتو پيلولو څخه خبر ورکړ.
غونډه، چې د غويي په ۲۷مه د بټي کوټ ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه، پر مهال يې د يادې ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، قومي مخورو، علماء کرامو، ځوانانو او د سيمې نورو اوسيدونکو په کې ګډون کړی و.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند د دې ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب له ننګرهار والي، ملي امنيت رئیس او امنيه قوماندان مننه وکړه، چې دې ولسوالۍ ته يې سفر وکړ او له نږدې د ولسونو ستونزې او غوښتنې واوريدې.
نوموړي د دې ولسوالۍ ښوونکو ښارګوټي د چارو وروستي کولو، غصب شويو ځمکو خلاصون او د امنيت په تامين کې د لا ښې پاملرنې غوښتنې وکړې.
قومي مخورو ډاکتر محمد صديق مومند ، معلم شير عالم او حاجي صفت الله د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې بټي کوټ يو مهال د وسله والو مخالفينو په مرکز بدل شوی و، چې ټوله سيمه يې نا امنه کړې وه؛ خو د ولايت مقام رهبرۍ او امنيتي ځواکونو په هڅو دغه ولسوالۍ له وسله والو مخالفينو پاکه شوه او نن يې خلک په ثبات کې ژوند کوي.
دوی دې ولسوالۍ ته د نورو سيمه يیزو پولیسو په ورکړې، غصب شويو ځمکو خلاصون، د پرمختيايي پروژو تطبيق او ځوانانو ته د کار زمينې برابرولو کې غوښتنې وکړې.
د علماو شورا رئیس زر معصوم خوشحال، حاجي نورمحمد او عبدالبصير منظور د علماء کرامو امنيت تامين ته د پاملرنې، په دې ولسوالۍ کې د CBARD، SNaPP2 پروژو، ولسي تړون ملي پروګرام فعاليت پيلولو او د کانال فارمونه د دې سيمې خلکو ته په اجاره ورکولو کې وړانديزونه وکړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د بټي کوټ ولسونو د يووالي او قربانيو ستاينه وکړه، چې امنيتي ځواکونو سره يې په همکارۍ له خپلې سيمې وسله وال مخالفين وويستل او اوس د خپلو سيمو په ساتنه کې حکومت سره همکاري کوي.
نوموړي وويل، چې ډېر ژر به د روغتيا، کرنې، کانال، حج اوقافو، کليو پراختيا او نورو سکتوري ادارو مسئولينو دې ولسوالۍ ته راوليږي؛ ترڅو د خلکو ستونزې معلومې او په مهمو برخو کې پروژې تطبيق کړي.
ده وويل: (( الله پاک هيڅکله د هغه قوم حالت نه بدلوي؛ ترڅو يې چې خپل حالت په خپله بدله کړی نه وي، زه له تاسو هيله لرم، چې خپلمنځي يووالی وساتئ او د خپلو سيمو په ثبات کې له حکومت سره لا ښه همکاري وکړئ…))
هغه زياته کړه، چې وسله وال مخالفين ناتوانه او مات شوي، د دوی له شتون څخه يې ټولې سيمې پاکې کړي او اوس يواځې بې ځايه تبليغات کوي، چې ولسونه بايد د هیڅ ډول ويرې احساس ونه کړي.
ننګرهار والي وويل، له چا سهم نه اخلي، چاته سهم نه ورکوي، د هر ډول فساد مخه نيسي او د غاصبينو او مفسدينو پر وړاندې يې جدي مبارزه پيل کړې، چې په ټول توان سره به يې مخنيوی تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې علماء کرام زمونږ د ټولنې عزتمن خلک دي، په هيڅ ډول د دوی ترور او سپکاوی ورته د زغملو وړ ندی او هڅه يې پيل کړې، چې د علماء کرامو د ترور مخنيوي ترڅنګ هغه حلقې او ګروپونه ونيسي، چې د علماء کرامو په وژنه کې لاس لري.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې د اچين او بهر اباد ښارګوټي رسماً پرانیستل شول او کله، چې د بټي کوټ د ښوونکو ښارګوټي پاتې چارې وروستۍ شي؛ نو په شفاف ډول به ښوونکو ته په کې نومرې وويشل شي.
ده همدا راز د بټي کوټ ولسونو ته د پاکستانۍ ويزې او نورو ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار ملي امنيت رئيس تورنجنرال نظر علي واحدي د بټي کوټ ولسوالۍ په تېر امنيتي وضعيت او وروستيو تحولاتو رڼا واچوله او د بټي کوټ له ولسونو يې مننه وکړه، چې د نظام ملاتړ يې وکړاو د مخالفينو په ويستلو کې يې امنيتي ځوکونو سره همکاري وکړه.
نوموړي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې وسله وال مخالفين نشي کولی، چې نور دې ولسوالۍ ته ګواښ پېښ کړي او ډاډ يې څرګند کړی، چې امنيتي ځواکونه به په پوره ميړانې سره د ولسونو د سرومال ساتنه وکړي.
هغه وويل، چې له خپلې خاورې څخه دفاع شرعي مسئوليت دی او د همدې مسئوليت له مخې د ننګرهار ټولو ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په امنيت او سکون کې ژوند وکړي او هغه کسان له خپلو سيمو څخه وباسي او يا يې امنيتي ځواکونو ته وسپاري، چې د تخريبي کړنو نيت لري.
ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز وويل، چې پولیس ملي ګټو ته ژمن دي او هيچا ته به د تخريبي کړنو، غصب او هيڅ ډول فساد کولو اجازه ور نه کړي.
هغه همدا راز وروستيو پېښو ته په اشارې سره وويل، چې په دې ولايت کې وسله والو مخالفينو ماتې خوړلې؛ خو ځينې پېښې د شخصي ګټو په موخه رامنځته کيږي، چې امنيتي ځواکونه به يې پر وړاندې غوڅ اقدامات تر سره کړي.
مومندرې ولسوالۍ کې دوه تنه د چاوديدونکو توکو او دوو مخابرو سره يو ځای ونيول شول

ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ شهيد موړ سيمه کې د ملي اردو منسوبينو دوه تنه د درې کړۍ ماينونو، يو اندازه چاوديدونکو توکو او دوه پايو مخابرو سره يو ځای ونيول.

نيول شويو ماينونو او چاوديدونکو توکو ته په سيمه کې چاودنه ورکړل شوې او نيول شوي کسانو څخه لومړنۍ څيړنې روانې دي، چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني اجراتو په موخه وسپارل شي.
د داعش مهم قوماندان ابو ذر د خپلو اتو ملګرو سره ووژل شو

ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د داعش وسله والې ډلې مهم قوماندان ابوذر د خپلو اتو ملګرو سره د بې پيلوټه الوتکې په يو هوايي بريد کې ووژل شو.

د معلوماتو له مخې ابو ذر د خوږياڼو په لرو پرتو سيموکې تخريبي کړنې تر سره کولې او په يو شمېر پېښو کې يې بې ګناه ملکي وګړي شهيدان او ټپيان کړی و.

پر نوموړي تېره ورځ په داسې وخت کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، ور سره يې نورو اتو ملګرو هم شتون درلود او ټول ووژل شول، چې په دې سره ياده سيمه د دوی له تخريبي کړنو او ظلمونو څخه خلاصه شوه.

په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د روژې مبارکې مياشتې د فضايلو د توضيحې په پار غونډه وکړه.

په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم وينا وکړه او د قران او سنتو په رڼا کې يې د روژې مبارکې مياشتې فضايل، د اسلام په تاريخ کې د روژې فرضيت،د روژې روغتيايي او ټولنيزو ګټو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل .

د اطلاعاتو امر شيرشاه همدرد او نورو ويناوالو په وار سره د مبارکې روژې په فضايلو او برکتونو څرګندونې وکړې.

دوی همدا راز له رسنيو يې غوښتنه وکړه چې خپلې خپرونې د سلام او د هېواد منلي فرهنګ په رڼا کې عيارې کړي.

دوی دغه راز په مالدارو او شتمنو وګړو غږ وکړ، چې د بې وزلو او فقيرانو سره مرستې وکړي او د مرستې او تعاون فرهنګ پياوړی کړي.

ننګرهار کې ۱۹۵ شنو خونو حاصلات ورکړي
ننګرهار ولايت کرنې رياست مسئولين وايي، چې په دې ولايت کې ۱۹۵ شنې خونې، چې په دې وروستيو کې جوړې شوي د سبزيو ښه حاصلات يې ورکړي.دغه شنې خونې د کرنې وزارت پرمختيايي پروژې له لوري په يو شمېر ولسواليو کې جوړې شوي، چې اوسمهال سل شنو خونو کافي حاصل ورکړی.د معلوماتو له مخې هرې شنې خونې شاوخوا دوه سوه کيلو ګرامه بادرنګ او بانجان حاصل ورکړی او ډېر ژر به د پاتې نورې شنې خونې هم حاصلات ورکړي.د کرنې وزارت CBARD پروژې له مخې به سږکال د دغو شنو خونو مالکانو ته د حاصلاتو زياتیدو په برخه کې روزنه ورکړل شي، چې په ترڅ کې به يې دغه بزګران په يو کال کې له ۲۳ څخه تر ۲۵ ځله پورې حاصل تر لاسه کړي، چې له هرې شنې خونې څخه به ۴۶۰۰ کيلو ګرامه بادرنګ ترلاسه شي.

جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۳۰زره امريکايي ډالرو په لګښت درې کوچني تفريحي پارکونه ورغول شول.
چارواکي وايي، دا پارکونه به د سيمې د خلکو د تفريح ځای ترڅنګ دغه ځمکې د غصب له وېرې هم وساتي.
ياد پارکونه د غويي په ۲۶مه د جلال اباد ښاروال او نورو مسولينو له لورې پرانېستل شول.
د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وايي، د ښار د څلورمې ناحيې اړوند شپاړس فامیلیو سيمه کې درې پارکونه تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
دی وايي، په دغو پارکونو چې هر يو يې په شپاړلس بېسوې ځمکه باندې رغول شول شوی، ټولټال ۱۳۰زره ډالر لګښت راغلی دی.
نوموړی زياتوي، د دغو پارکونو په رغولو سره يې د سيمې خلکو ته د تفريح ځای زمينه برابره کړه او هم يې ياده دولتي ځمکه د غصب له وېرې وساتله.
هغه زياته کړه، ، په روان مالي کال کې به ډېرو نورو رغنیزو، پرمختیايي کارونو ترڅنګ شاوخوا لس تفریحي پارکونه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ورغول شي.
د سيمې يو اوسېدونکي حاجي ظاهر وويل، دا پارکونه د دوی د کورونو د مخې د ښکلا سبب شو او دغه راز پخوا په دغو ساحو کې کثافات پراته و چې مخه يې ونيول شوه.
په ورته وخت کې د جلال اباد ښاروال پر ښاريانو غږ وکړ چې د صفايي محصول ورکړه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
رياض الله درمل وايي، که د صفايي ټيکس هر کور ورکړي؛ نو د ښاروالۍ د بوديجې په ډيروالي به د ښار د ښکلا برخه کې ډير کارونه ترسره شي.
جلال اباد ښار کې په دوو موټرونو کې ۸۵ چارتراش ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند بهسودو پل ته څېرمه پولیسو په سوزکي او Mercedes ډوله موټرونو کې ۸۵ چارتراش ونيول.د پولیسو معلوماتو له مخې د بهسودل پل ته څېرمه سوزکي ډوله موټر کې يې۵۰ چاتراش، چې په ډير مهارت سره يې په کې ځای پر ځای کړي و ونيول.دوی زياتوي، چې په ورته وخت کې يې د لومړۍ ناحيې اړوند شیرزي لوبغالي سيمه کې د سبزيو بار Mercedes ډوله موټر منځ کې ۳۵ چارتراش ونيول.يادو چارتراشو سره دوه موټر چلوونکي نيول شوي، چې امنې قوماندانۍ کې د نورو څېړنو او پوښتنو لاندې دي.

ننګرهار والي وايي د غصب مخنيوي په موخه د منظور شويو ښارګوټو پرانيسته کوي
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د غويي په ۲۶مه ولايت مقام کې مسئولينو او د بهر اباد سيمې اویز لرونکو اوسيدونکو سره د ناستې په ترڅ کې وويل،د غصب مخنيوي په موخه يې د منظور شويو ښارګوټو ځنډول شوې چارې پيل کړي او ټولو اويز لرونکو ته به يې په شفاف ډول وويشي.
د دغې ناستې پرمهال جلال اباد ښاروال رياض الله درمل، ښار جوړونې او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو په بهر اباد سيمه کې د شهيدانو او معلولينو ښارګوټي نقشه ننګرهار والي ته وښوده او په ياد ښارګوټي کې يې اويز لرونکو ته په شفاف ډول د نومرو وېش په اړه وروستي معلومات ورکړل.
په دغه ناسته کې يو شمېر اويز لرونکو ننګرهار والي سره خپله ستونزه د حل په موخه شریکه کړه او غوښتنه يې وکړه، چې ستونزې ته يې د قانون له مخې رسيده ګي وشي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې د ځمکو او په ځانګړي ډول په ښارګوټو کې د نومرو غصب مخنيوي په موخه د منظور شويو ښارګوټو پرانیسته کوي، چې اويز لرونکو کورنيو ته به يې خپلې نومرې په قانوني ډول وويشل شي.
نوموړي وویل، هڅه کوي ترڅو په دې ولايت کې د ځمکو په برخه کې شته ستونزو ته د قانون له مخې د حل لارې چارې ولټوي، د غصب مخنيوی وکړي او په ښارګوټو کې حق اصلي حقدار ته وسپاري.
ننګرهار والي جلال اباد ښاروال او د ښارجوړونې رئیس ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په بهر اباد سيمه کې د يادو اويز لرونکو کسانو ستونزې په حل کې جدي اقدامات تر سره کړي او راپور يې ولايت مقام سره شريک کړي.

ننګرهار کې د اويا میليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي.
ننګرهار ولايت کې د پوهنې، روغتيا، کرنې، کليو پراختيا او سوداګرۍ په برخو کې د ماليې وزارت د غير مشروط بوديجې څخه د اويا میليونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کيږي.
په همدې موخه د ولايت مرستيال تميم عارف مومند په مشرۍ د غويي په ۲۶مه ولايت مقام کې د مهمو پروژو ټاکلو په موخه ناسته تر سره شوه، چې پر مهال يې د ولايت مستوفي، سکتوري خدمتونو، پوهنې، کليو پراختيا، عامې روغتيا، ښځو چارو، سوداګرۍ صنايعو، کرنې او اسلا ادارې مسئولینو شتون درلود.
د ولايت مرستیال تميم عارف مومند د پوهنې، روغتيا، کرنې، کليو او پراختيا او سوداګرۍ او صنایعو ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو متوازن انکشاف ته په پام سره مهمې پروژې په ګوته کړي، چې په پلې کولو کې يې وروستي اجرات تر سره شي.
نوموړي د يادو پروژو تطبيق کوونکو شرکتونو پر شرايطو هم خبرې وکړې او سپارښتنه يې وکړه، چې خپلې پروژې هغو شرکتونو ته وسپاري، چې مالي توان ولري او کارونو کيفيت ته پاملرنه وکړي.
ده زياته کړه، چې د پروژو نظارت او تعقيب په موخه يې د ولايتي ټيم رامنځته کېدو په موخه مرکز سره خبرې کړي، چې هغوی لخوا ور سره هوکړه شوې او ډېر ژر به يې تشکیل منظور شي.
د دغې ناستې په ترڅ کې د ادارو مسئولينو د په خپلو ادارو او يو شمېر ولسواليو کې د مهمو پروژو تطبیق په موخه وړاندیزونه وکړل، چې تر ارزونې وروسته به منظور شي.

ننګرهار والي وایي، په جلال اباد ښار کې د غیري قانوني کړنو د مخنیوي په موخه د پولیسو ځآنګړي ځواکونه پر دندو وګمارل شول
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، د دې ولایت د نظامي شورا د پرېکړې له مخې په جلال اباد ښار کې د غیري قانوني کړنو د مخنیوي په موخه د نورو منسوبینو ترڅنګ د پولیسو ځآنګړي ځواکونه پر دندو وګمارل شول،چې عملاً یې دنده پیل کړه .نوموړي زیاته کړه، د دې ځواکونو له لورې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د پلټنې سیار مرکزونه فعاله شوي،چې غیري مسؤله وسله وال،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکي وسایط او چلوونکي او نور سرغړونکي به تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته سپارل کیږي .هغه ولس ته ډاډ ورکړ،چې د هر ډول تهدیدونو د مخنیوي په موخه یې زړور امنیتي او کشفي ارګانونه ګمارلي او په پوره میړانه به خلکو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره کړي .ننګرهار والي د ټولو ښاریانو څخه وغوښتل،چې د تګ راتګ پر مهال پخپل ځان قانون پلي کړي او د سرغړونې په ترڅ کې ورسره د پولیسو د ځآنګړو ځواکونو له لورې سخت چلند کیږي،چې بیا د شکایت حق هم نلري.په همدې حال کې جلال ابا ښاریانو د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا د پرېکړې له مخې د پولیسو د ځآنګړو ځواکونو ګمارنه پر ځای اقدام وباله او په امنیتي برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه .

ننګرهار کې ملي امنیت ۹ وسله وال مخالفین او د یو پاکستاني سره څه باندې ۳ زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي .
چارواکي وایي،په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د یو پاکستاني سره څه باندې ۳ زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې،یو داعش او اته وسله وال طالبان نیولي،ّهمدا راز دوه پنجابي داعش له درې میرمنو او نهه ماشومانو سره یو ځای ملي امنیت منسوبینو ته تسلیم شوي دي .
ننګرهار ملي امنیت ریاست کې د غويي په ۲۶مه د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، وروسته له هغې چې جلال اباد ښار کې تروریستي پېښه رامنځته شوه،د ملي امنیت ځواکونو ځآنګړې عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د عبدالواحد په نوم د یو پاکستاني سره ۳۱۳۶ کیلو ګرامه چاودیدونې توکې،چې په یو ټیلر موټر ګې ځای پر ځای کړی وو، ونیول .
هغه زیاته کړه،یاد توکې چې جلال اباد ښار کې نیول شوي،د پاکستان هېواد څخه را لیږدول شوي وو،چې په نیول کېدو سره د ګڼ شمیر چاودنو او تروریستي پېښو مخنیوی وشو.
نوموړي زیاته کړه، د پاکستان دوه پنجابي داعشیان چې درې میرمنې او نهه ماشومان ورسره وو،د ملي امنیت ځواکونو ته په اچین ولسوالۍ کې تر یو نیم کلن فعالیت وروسته تسلیم شوي دي .
ښاغلي میاخیل وویل،ملي امنیت ځواکونو په مرکز جلال اباد ښار او د غني خیلو،بټي کوټ او مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال اته وسله وال طالبان او یو تن داعش له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
هغه وایي،د ملي امنیت مؤظفینو د تېر یو کال په موده کې ۶۷۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي،چې ۳۱۱ قضیې یې محکمې ته استول شوي او له جملې څخه یې ۱۱۶ داعشیانو،۱۳۷ وسله والو طالبانو،۶ انسان تښتوونکو او ۶ تنه د جنایي مجرمین په سزا محکوم شوي دي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي،په یاده سزا کې دوه تنه داعشیان په اعدام او پاتې نور د یو کال څخه تر ۲۳ کلونو پورې د بند په سزا محکوم شوي دي او له همدې امله یې د ملي امنیت لاسته راوړنو او قضایي او عدلي ارګانونو د کړنو څخه ستاینه وکړه .
په اچین ولسوالۍ کې ملي امنیت ته تسلیم شوي پنجابي داعش عثمان له خپلې کورنۍ سره یو ځای او نیول شوو وسله والو مخالفینو او د چاودیدونکو توکو لیږدونکو پخپلو کړنو اعتراف کړی .
تر دې وړاندې ملي امنیت په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمیر لاسته راوړنې درلودې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *