تاند – په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو یو مخکښ استازی فریدون مومند وایي چې د دغه ولایت وکیلان د ولسي جرګې د ریاست لپاره د شنبې د ورځې /د غوایي ۲۸مه/ د ترسره شویو انتخاباتو نتایج نه مني.
نوموړي دا خبرې په خپله فیسبوک پاڼه خپره شوې یوه اعلامیه کې کړي دي.
د ننګرهار تر څنګ د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو وکیلانو هم ویلي چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو نتایج د ولسي جرګې د قانون مطابق نه دي او هغوی یې نه مني.
ښاغلي مومند په خپله خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، «دا چې حاضر وکیلان د ټاکنو څخه مخکی ۲۴۷ وه په همدی اساس باید د دغو دوو نوماندانو څخه یو یې ۵۰+۱ پوره کړی چې د دغی حساب له مخی ۱۲۴ تایید رایی د ریاست ګټونکي شمېرل کیږی چې یو هم ونه توانیده چې ۵۰+۱ رایه واخلی.»
د شنبې د ورځې د انتخاباتو د نتایجو نه منونکیو دغه مشر لیکلي چې ولسي جرګه رییس نه لري او باید چې د دغه ریاست لپاره بیا انتخابت وشي. هغه لیکلي، « ولسي جرګه ریس نه لری او د دریم ځل لپاره به بیا انتخابات کیږی.»
ویل کیږي چې د ولسي جرګې موقت رییس په غیرقانوني توګه او د خپلې هغې وینا پر خلاف چې باید ګټونکی کاندید ۵۰+۱ رایې وګټي د میر رحمان رحماني په نامه کاندید چې دغه اندازه یې نه وه پوره کړې بریالی اعلان کړ چې د نورو کاندیدانو او وکیلانو له خوا یې مخالفت وشو او د دغه ریاست لپاره یې د بیا رایه اچونې غوښتنه وکړه.