1. تاند- د ولسي جرګې د ريیس په توګه د میررحمان رحماني د مشرتابه له اعلانېدو سره مخالف استازي وايي چې نوموړی به پرې نږدي چې د ولسی جرګې د مشرتابه پر چوکۍ کښېني.

 د ولسي جرګې یو شمېر غړیو، چې وايي میررحمان رحماني د ولسي جرګې د مشرتابه لپاره پنځوس جمع یو رایې نه دي ترلاسه کړي، نن /یکشنبه/ رحماني پرې نښود چې د ولسي جرګې د ریاست پر چوکۍ کښېني.

دوی د ولسي جرګې تالار محاصره کړی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې هلته لاړ شي.

پرون /شنبه/ د ولسي جرګې د مشرتابه لپاره په انتخاباتو کې میررحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې وګټلې او د جرګې موقت ريیس اعلان وکړ چې ښاغلی رحماني ګټونکی دی خو ښاغلي اصولي او یو شمېر نورو وکیلانو اعتراض وکړ، ویې ویل چې ۱۲۳ رایې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکیلانو پنځوس جمع یو نه پوره کوي نو باید د نورو کاندیدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشي.

خو ښاغلی رحماني او پلویان یې وايي چې لازم اکثریت یې ترلاسه کړی او د ولسي جرګې مشر غوره شوی دی.

د جرګې موقت ريیس د رایو تر شمېرل کېدو مخکې ویلي و چې ۱۲۴ رایې پنځوس جمع یو کېږي.

د ولسي جرګې یوه غړي عبدالقادر کلاتوال نن /یکشنبه/ ازادي راډیو ته وویل چې اوس یوه مصلحتي غونډه روانه ده چې د هر ولایت یو استازی پکې برخه لري او هغوی هڅه کوي چې ستونزې ته حللار ومومي.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې د دوو مرستیالانو او دوو منشیانو لپاره هم رایې واخیستل شي.

 د ولسي جرګې د کورنیو ندو د اصولو په اتمه ماده کې راغلي چې که یو کاندید د انتخاباتو په لومړي دور کې د حاضرو غړو اکثریت خپل نه کړ، دوهم دور انتخابات د هغو دوو کاندیدانو ترمنځ کېږي چې ډېرې رأیې یې خپلې کړي او هغه به بریالی اعلانېږي چې ډېرې رأيې ترلاسه کړ او که بیا هم هیڅ کاندید پنځوس جمع یو رایې خپلې نه کړې، بل دور به د نورو کاندیدانو ترمنځ رایې اچول کېږي.

One thought on “د ولسي جرګې معترضو کاندیدانو میررحمان رحماني پرې نښود چې د ریاست پر چوکۍ کښېني”
  1. تر ټولو د حل ډېره ښه لار داده چې د نورو کاندیدانو ترمنځ دې رایګیري وشي.
    دواړه لورې باید له زغم نه کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *