د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملابرادر سره وکتل

تاند- د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په کابل کې د افغانستان له مشرانو سره له کتنې وروسته د قطر په دوحه کې د طالبانو د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

طالبانو نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوتزل پرون /شنبه/ په قطر کې د طالبانو د تحریک له مرستیال او د قطر د دفتر ريیس ملا برادر سره د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل پر بېلابېلو اړخونو او په دې برخه کې د جرمني پر هلوځلو خبرې وکړې.

ښاغلي پوتزل تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر غني سره د افغانستان د سولې پر پروسې او په جرمني کې د بین الافغاني غونډې پر احتمال خبرې وکړې.

ده په جرمني کې د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتووالی وښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *