۱۳۹۸/۲/۲۸
ننګرهار والي د هېواد د وتلي سیاستوال، شاعر او لیکوال ارواښاد محمد یوسف خدمتګار د جنازې په مراسمو کېګډون وکړ.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د غويي په ۲۸مه د جلال اباد ښار په عیدګاه جومات کې د هېواد د پخواني غښتلي جنرال،سیاستوال،شاعر او لیکوال ارواښاد محمد یوسف خدمتګار د جنازې په مراسمو کې د ګډون پر مهال ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
ښاغلي میاخیل د ارواښاد خدمتګار په مړینه خواشیني وښوده او په امنیتي او ملکي،فرهنګي او کلتوري برخو کې د نوموړي د ترسره شوو خدمتونو څخه قدرداني وکړه او مړینهیې په یادو برخو کې د هېواد لپاره لویه ضایه وبلله .
هغه د خبرو پر مهال ارواښاد محمد یوسف خدمتګار په مړینه ژوره خواشیني وښوده،نوموړي ته یې د رب ج له درباره د فردوس جنت،کورنۍ غړو او ټولو خواخوږو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .
دیادونې وړده،چې ارواښاد محمد یوسف خدمتګار د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو،چې د ورپېښې ناروغۍ له امله څو ورځې وړاندې په ناروې هېواد کې خپل روح حق ته وسپاره او نن یې د جنازې تر لمانځه ادا کولو وروسته یې جسد په مقام خان هدیره کې خاورو ته وسپاره .
روح دېښادي .

۱۳۹۸/۲/۲۹
خوږیاڼو کې د یو سرګروپ په ګډون۵ وسله وال طالبان ووژل شول .
ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې تېره شپه د ملي امنیتځانګړوځواکونو عملیات کړي،چې په ترڅ کې د اشرف په نوم چې په تور غر او اسلم هم مشهور وو،سرګروپ په ګډون۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ شکمن کسان د دوی سره د اړیکو په تور ژوندي وړل شوي .
د مالوماتو له مخېیاد وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول،کله چې د عملیاتو پر مهال د امنیتيځواکونو سره نښته پیل کړه،چې د جګړې پر مهال ترې دوه میله کلاشینکوف،۱ پاکستانۍ وسله، ۱ پرتله،پنځه شاژرونه او یو شمیر نور توکې هم امنیتيځواکونو ته په لاس ورغلي دي .
په دې عملیاتو کې سرتېرو او ولسي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی .

۱۳۹۸/۲/۲۸
د صنعتي پارک پنځه جریبهځمکه له غصب څخه وژغورل شوه .
ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ صنعتي پارک کې پنځه جریبه او د ملاخیلو د استوګنو په نمرو کې درې نمرېځمکه د غصب څخه وژغورل شوه او پرې جوړ شوي چهاردیوالۍ او سنګکارۍ ونړول شوې .
د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني وايي،امنیتيځواکونو ته یې لارښوونه کړې،چې د ځمکویاد غاصبین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري .


۲۸/۲/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې سره د مخکښوښځوټولنې مشر او غړو د ښځو حقونو ته د پاملرنې په موخه ناسته وکړه.
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ سره د غويي په ۲۸مه ولايت مقام کې د مخکښوښځوټولنې مشر غلام محمد طالب زاده او غړو يې د ښځو حقونو په ځانګړيډول په ادارو کې د جندر مساوات ته د پاملرنې په موخه ناسته وکړه.
د يادېټولنې مشر غلام محمد طالبزاده وويل، چېټولنه يې د عدلې رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي او موخه يې د ښځو پياوړتيا، مشارکت، سياست او تعليم ته لاسرسی دی.
نوموړي د ولايت له مرستيالې غوښتنه وکړه، ترڅو په دې ولايت کې د ښځو حقونو ته بشپړه پاملرنه وکړي، په ادارو کې د جندر مساوات په پام کې ونيسي او هغو ميرمنو ته په ادارو کې د کار کولو زمينه برابره کړي، چې له پوهنتونو څخه فارغې شوې دي.
ده همدا راز ميرمنو ته د حرفوي زده کړو او نورو روزنيزو پروګرامونو برابرولو په برخه کې هم د ولايت له مرستيالې غوښتنې وکړې.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د يادېټولنې پر فعاليت خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې ولايتي اداره د ښځو تعليم، کار او په سياسيت کې ونډه اخيستو ته ژمنه ده.
نوموړې وويل، چې د ولايت مقام سربيره په بېلابېلو ادارو کې يې نجونو ته د عملي زده کړو په موخه زمينه برابره کړې، همدا راز په ښار او ولسواليو کې يې ميرمنو ته د هغوی سويې سره سم روزنيز پروګرامونه پر لاره اچولي او دا لړۍ دوام لري.
هغې وويل، چې په يو شمېر ولسواليو کې ميرمنو ته د حرفوي زده کړو سربيره د کار زمينه برابره کړې، چې په خپلو لاسونو حلال رزق ګټي.
د ولايت مرستيالې دغه راز د يادېټولنې مشر او غړو ته ډاډ ورکړ، چې د ښځو حقونو ته به لازمه پاملرنه وکړي او په ادارو کې به د وړ ميرمنو ګمارنه کې د قانون له مخې اجرات تر سره کړي.

۱۳۹۸/۲/۲۸
د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د باروړونکو موټروګمرکي چارې په ژر ترسره کېدو سره په یاده لاره د ترافیکيګڼېګوڼې مخنیوی وشو.
ننګرهار ولایتګمرک رياست کې د بار وړونکو موټرو د محصول چارو د ځنډیدو له امله د ګمرک ریاستڅخه د روداتو ولسوالۍ کابل کمپ سیمې پورې د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره ترافیکيګڼهګوڼه رامنځته شوې وه.
د دې ولایت د ګمرک رئیس محمد عمر مومند وایي،د ترافیکيګڼېګوڼې د مخنیوي په موخه یې په ګمرک ریاست کې د بار وړونکو موټرو محصول چارېګړندۍ کړې او له همدې امله کارکوونکو د روژې په مبارکه میاشت کې د ټاکلې وخت څخه تر مازیګر ناوخته پورې دندې پیل کړې .
هغه زیاتوي،پهیادې چارې ترسره کېدو سره یې د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره په بشپړډول د بار وړونکو موټرو له دریدوڅخه پاکه کړې او په دې سره د مسافرینو پرمخ ترافیکي ستونزه حل شوه .

۱۳۹۸/۲/۲۸
ننګرهار کې سږ کال د ۵ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت لس زره ټنه شفتالو تولید شوي دي .
په ننګرهار ولایت کې سږ کال په شاوخوا ۵ زره جریبهځمکه کې د نورو ترڅنګ د شفتالو باغونه کرل شوي،چې د ۵ سوه میلیونه افغانیو په ارزښتیې لس زره ټنه شفتالو تولید کړي دي .
په ختیځ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مشر انجینر رحمت ګل سیرت وایي،د کرنې او مالدارۍ وزارت په لارښوونهیې په ختیځ کې په ۱۱ زره جریبهځمکه کې د شفتالو،ستروسو،بادام، زردالو،انګورو او یو شمیر نورو میوه جاتو باغونه جوړ کړي،چې سږ کال یې د پخوا په پرتله د پام وړ حاصلات ورکړي دي .
په ننګرهار کې باغداران وایي، چې د املوکو،الوچو او نارنجو ونو ترڅنګیې سږ کال د شفتالو باغونو ښه حاصلات ورکړي،چې د دوی او لسګونو کاریګرو ته یې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د دوی په اقتصاد کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کړی دی .
همدا راز د تازه مېوو کاروباري نعمت الله وایي، چې د هېواد بېلابېلو سیمو سربېره پاکستان ته هم تازه مېوه صادروي او وطني شفتالو یې تر نورو ښه بازار لري .

۲۸/۲/۱۳۹۸
د ننګرهار په ۱۱ ولسواليو کې د ۷۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او يولس ولسواليو کې د ماليې وزارت د غير مشروط بوديجېڅخه د اويا ميليونه افغانيو په لګښت د پوهنې، کليو پراختيا، کرنې، روغتيا او سوداګرۍ په برخه کې پروژې پلې کيږي.
په همدې موخه د ولايت مرستيال تميم عارف مومند په مشرۍ د غويي په ۲۸مه ولايت مقام کې د مهمو پروژو ټاکلوپه موخه غونډه وشوه، چې پر مهال يې د ولايت مستوفي، سکتوري خدمتونو، اقتصاد، کرنې،ښځو چارو، پوهنې، کليو او پراختيا، صنعت او سوداګرۍ رئيسانو او د روغتيا او اسلا ادارو استازو ګډون کړی و.
د ولايت مرستيال د يادو ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو اړينې پروژې، چې ولسونه ورته ډير اړتيا لري تطبيق کړي او ورکړل شوې بوديجه په خپل وخت سره په لګښت ورسوي.
د دغې غونډې پرمهال پريکړه وشوه ترڅو په جلال اباد ښار، بټي کوټ، سره رود، پچير اګام، رودات، غني خيلو، خوږياڼو، کامې،ګوشتې، لعلپورې او مومندرې ولسواليو کې د کرنې، روغتيا، کليو پراختيا، پوهنې او سوداګرۍ په برخو کېګڼ شمېر پروژې تطبيق شي.
دغه راز مسئولينو په يادو ولسوالیو کې د اړتياو په اړه خبرې اترې وکړې، چې تر مشورې وروسته پروژې وټاکل شوې، چېډېر ژر به يې عملي چارې پيل شي.
په دغو پروژو کې جلال اباد ښار کې سوداګرۍ او پوهنې رياستونو لپاره د ارشيف او قرطاسيو ودانيو جوړول، په يولس ولسواليو کې د سربندونو، کرنيزو ودانيو، حيواني کلينکونو، کلينيکونو احاطې او تجهيز او استنادي ديوالونو جوړول شامل دي.

۲۸/۲/۱۳۹۸
کامې ولسوالۍ کې۷۵۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ کې اووه نيم سوه بې وزله کورنيو سره د ليف او ريليف مرستندويه ادارو له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کامې ولسوال شريف الله فضلي وويل، چې په دغه مرسته کې اوړه، غوړي، بوره، چای، دال او نور توکي شامل و، چې د دې ولسوالۍ بي وزله کورنيو او يتيمو ماشومانو ته ورکړل شوه.

۲۸/۲/۱۳۹۸
ننګرهار کې استراليا ميشتو افغانانو شپيتو بيوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند د غويي په ۲۸مه شيرزي لوبغالي کې په استرليا هېواد کې د مېشتو افغانانو له لوري د خوراکي توکو مرسته پر ۶۰ بيوزره کورنيو وويشله.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې په استرليا هېواد کې يو شمېر افغانانو د ون ويژن په نوم ټولنه جوړه کړې، چې وخت نا وخت په هېواد کې بېوزله کورنيو ته مرستې راليږي.
نوموړي وويل، چې يادېټولنې له لوري د دې ولايت شپيتو بيوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې، چې نن يې پرې وويشله.
هغه زياته کړه، چې دغه بيوزله کورنۍ يې د ښار بېلابېلو سيمو څخه راټولې کړي، چې هرې کورنۍ ته کافي اندازه غوړي، چای، بوره، لوبيا، وريجې او خورما ورکړل شوه.
د ولايت مرستيال د يادېټولنې له مسئولينو مننه وکړه، چې بېوزله کورنيو سره يې مرسته تر سره کړه او پر نورو مرستندويه ادارو او ټولنو يې غږ وکړ، چې د بېوزله وګړو لاسنيوی وکړي او ورته مرستې ورسوي.

۲۸/۲/۱۳۹۸
سره رود ولسوالۍ کې پر ۵۷ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول
ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې د حمايت مرستندويه ادارې له لوري پر ۵۷ بېوزله کورنيو د خوراکي توکي مرسته وويشل شوه.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني وويل، چې هرې کورنۍ ته يوه بورۍ اوړه، يوه توڼه وريجې، يوه بوشکه پنځه ليتره غوړي، نيمن بوره، نيم من لوبیا، يو کيلو شين چای، صابون او مالګه ورکړل شول.
نوموړي پر نورو مرستندويه ادارو او شتمنو خلکو هم غږ وکړ، چې د روژې مبارکه مياشت کې بېوزله کورنیو سره مرستې تر سره کړي.

۱۳۹۸/۲/۲۸
کامه کې لاسي بم درې ولسي وګړي او دوه سرتېرې سطحي ټپیان کړل.
ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن سهار شاوخوا اته بجې موټر سایکل سپرو کسانو د ملي اردو د پلڼې مرکز ته څېرمه لاسي بم غورځولی،چې له امله یې په سیمه کې درې ملکي وګړي او دوه سرتېرې سطحي ټپیان شوي دي .
بم غورځوونکی موټر سایکل له سیمېڅخه په تېښته بریالی شوی،خو د امنیتيځواکونو له لورېیې د نیولو هڅې جریان لري .

۲۸/۲/۱۳۹۸
مومندرې ولسوالۍ کې دوه تنه د چاوديدونکو توکو او دوو مخابرو سره يو ځای ونيول شول
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ شهيد موړ سيمه کې د ملي اردو منسوبينو دوه تنه د درې کړۍ ماينونو، يو اندازه چاوديدونکو توکو او دوه پايو مخابرو سره يو ځای ونيول.
نيول شويو ماينونو او چاوديدونکو توکو ته په سيمه کې چاودنه ورکړل شوې او نيول شوي کسانو څخه لومړنۍڅيړنې روانې دي، چېډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني اجراتو په موخه وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *