تاند- وسله والو طالبانو له روژه ماتې څخه په استفادې تېر ماښام د کابل په دوغ اباد کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او ۳ پولیس یې شهیدان کړل.
راپورونه وايي چې د کابل ښار په اوومه حوزه کې د دوغ اباد بازار په ساحه کې پر پولیسو په داسې حال کې حمله وشوه چې هغوی تازه روژه ماتې ته کښېنستي وو.
حمله کوونکي له بریده وروسته تښتېدلي دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې ۸ سرتېري یې وژلي او دوه طالبان هم ټپیان شوي دی.
طالبان عموماً په خپلو ادعاوو کې مبالغه کوي.
افغان چارواکي تاییدوي چې په دې برید کې ۳ پولیس شهیدان شوي او ۳ نور ژوبل دي.
دا برید له دې کبله مهم دی چې دا لومړی ځل دی چې وسله وال طالبانو په ښار کې تروریستي برید کوي.
شاهدان وايي، حمله کوونکي په یوه کرولا موټر کې سپاره ول او وروسته له دې چې د پوستې ساتونکی یې وویشت پر نورو پولیسو یې، چې روژه ماتی یې کاوه، د پوستې په منځ کې ډزې وکړې.
پلید طالب د پلید اشراروسلسله، ددوی د جنایت ادامه، د پلید سیاف بن لادن او ګلبدین ورثه
الله لعنت دې وي په دغو کافرم طالبانو چې په دغه رحمت میاشت کې او روژه په خوله په روژه ماتي کې زمونږ بیګناه ولس وژني. نه پوهیږم چې دا څه ډول اسلام دی چې دا خره او بی منطق طالبان یې لري. د اسلام په کوم کتاب کې ویل شوي چې ته هغه مسلمان چې روژه په خوله ووژنه. حکومت چې تا وژني ته خو پردۍ، خرڅ شوی،، د پاکستان نانڅکه او جاسو حیوان یي چې باید له مینڅه یوړل شي. ته خرڅ شوی طالب خو د اسلام په دین نه پوهیږي چې خدای او رسول یي څه ویلي دی که ته اسلام لرې جاهل حیوان پوهیږیدی نو تا به بیګناه خلک نه وژل. د الله لعنت دې په تاسو وي.په تاسو خو حیوان هم شرف لري، الله پاک مو د دغې مبارکي روژې له مخه وشرموه او الله پاک مو نیست او نابود کي، آمین
دا ستر ظلم دی چی طالبان ئی تر سره کوی
یو مظلوم پولیس د روژه ماتی پر وخت وژل کیږی او قاتل بیا د ثواب د حصول احساس کوی
زه به طالب ګرم یا نا ګرم وبولم
خو
د ټول تاریخ ابدی نفرین او لعنتونه دی پر هغه چا وی کوم چی پخپل استخباراتی – تکنولوژیکی دستګاه کی ئی داسی مخدر او جادوئی ټابلیټونه تولید کړی دی کوم چی د مصرف کوونکی کس په مغزو کی ئې د دوږخ پر ځای د واهی جنت تصویر رامنځته کړی دی حال دا چی په حقیقت کی به جنت د همدی بی ګناه مقتول په برخه او دوږخ به د قاتل په برخه وی البته د شیطان د سلطنتی جزیری ( چی مؤقعیت ئی هر چا ته څرګند دی) څښتنان به هیڅکله د حقیقی جهنم د سوځوونکو او ځوروونکو لمبو د مجازات څخه خلاصون ونه مومی
قرآن د ټوکو کتاب نه دی او نه هم د( کافرون فی جهنم خالدین )څخه منظور د افریقا او لاتینی امریکې وږی او ضعیف وولسونه دی بلکه منظور درانه توطئه ګران دی