په خواله رسنيو کي له بده مرغه ځيني کسان ددې دوه هغو ترمنځ توپير نسي کولای، نو لازمه مې وګڼل چي یو څو کرښي د عامه پوهاوي په خاطر پر ولیکم:
تعصب هغه څه ته ويل کيږي، چي کله موږ ته د نورو عقايد او نظريات د منلو وړ نه وي او د نورو انسانانو او يا حتی ټولنو ځيني عادتونه، رسمونه، رواجونه چي زموږ د هغو سره ورته والی نلري د منلو وړ نه وي.
تعصب يواځي د افرادو ترمنځ نه وي، بلکي د افرادو او ټولنو ترمنځ هم کيداي سي.
د تعصب لاملونه مختلف دي مثلآ ځيني اشخاص د خپل ټيټ فکر او ټيټ شخصيت له امله د نورو خلکو يا ټولني عادتونه، رواجونه او يا نور ارزښتونه نسي زغملای، په يو ډول نه یو ډول غواړي هغه تحريف کړي، اوس نو دلته يوه خبره مهمه ده، که چيري تعصب د ټولنو ترمنځ وي، نه يواځي داچي ټولنه د بدبختيو لور ته ټېل وهي، بلکي د هېوادنو د فلجولو امکان هم سته، چي ښه بېلګه يې د ايران د فاشيسټ رژيم بېشرمانه لاسوهنه د افغانستان په ټولو چارو کي، په ځانګړې توګه په مذهبي، ژبني او قومي چارو کي جريان لري او افغانستان د خپلو ګوډاګيانو پر مټ د بدبختيو کندو ته ټېل وهي. مثلآ د افغان ملي هويت، د ځينو ملي ټرمنيالوژيو او د مذهبي ستونزيو د ډېرولو په اړه يې جنايتکارانه کړنې له بده مرغه اوس هم دوام لري، تر دې پوري چي اوس هم ايران پخپلو رسنيو کي د افغان د کلمي پر ځای افغانستانی لفظ افغان ته کاروي، له بده مرغه افغان دولت په هغه موقف کي نه دی، چي پوښتنه تري وکړي او نه هم افغانان دومره بيدار دي، چي د ايران د بېشرمانه کلتوري لاسوهني پر وړاندي ږغ پورته کړي. له بده مرغه د ايران دغه نه بخښونکی عمل د ځينو نااهلو او بې کلتوره افغانانو لخوا هم سپورټيږي.
په هر حال تعصبګر بيا هغه چاته ويل کيږي، چي دغه پورته ناوړه اعمال پکښې موجود وي او هم يې ترسره کوي.
تعصبګر، تعصب د چاپيزو، ږغيزو او انځوريزو رسنيو له لاري کولایسي په ډېره اساني خپور کړي، چي ښه بېلګه يې بيا هم ايراني خبريالان او رسنی دي.
نن سبا په خواله رسنيو کي ځيني افغانان د خپلي ژبې او کلتور دفاع کوي، چي دا کړنه ددوی قانوني حق دی، خو ځيني نور يې بيا په مقابل کي دريږي او د تعصبګر په نوم يې رټي او تورنوي، خو يوه خبره بايد واضح کړو، چي ځيني اشخاص قصداً حق غوښتنکو ته ستونزي جوړوي، چي دا ډول اشخاص ډېره لنډفکره او ټيټ شخصيته او تعصبګر اشخاص بلل کيږي او ځيني نور بيا قصداً دا کار نه کوي، بلکي احساساتو کي کله کله دا ډول ستونزي ځني زيږي، چي ددوی پر ناپوهی دلالت کوي.
د خدمت او تعصب توپير بيخي زیات دی او تاسو ټول پوهيږي چي خدمت څه ته وايي، نو ځکه ډېر بحث نه پر کوم او فقط په یوه جمله کي وايم، چي په عاميانه توګه د يو چا مرسته کولو ته خدمت ويل کيږي.