دا افغانستان دی:
اروا پوهانو يې له مېرمنو څخه طلاقونه اخيستي.
لوستي کسان يې بېکاره دي .
دا افغانستان دی:
کله چې غواړې وظيفه واخلې پوښتنه در څخه کېږي، چې واده لرې؟ خو کله چې غواړې کوژده وکړې پوښتنه درڅخه کېږي، چې وظيفه لرې؟
آزادي د ښارګوټي نوم دی.
جمهوريت، د روغتون نوم دی .
استقلال اوس يوازې د ښوونځي نوم دی.
شعار آسانه دی .
شعور په سختۍ پيدا کېدونکی.
دا افغانستان دی:
چېرته چې ملا سیاست کوي.
ډاکتر د سرک جوړونې شرکت لري.
استاد يې د مياشتې اووه زره افغانۍ معاش اخلي.
خلګ يې د هرې بدبختۍ په وړاندې چوپ پاتې وي.
دا افغانستان دی:
ځوانان يې تقليد کوي، ځينې يې بيا په ټولنيزو رسنيو کې ديني مقدساتو ته سپکاوی وياړ ګڼي.
ورځپاڼې يې د تبليغ لپاره دي.
رسنۍ يې د قومي تفرقې د ايجاد او پردي کلتور د رواج لپاره کار کوي !
دا افغانستان دی:
چېرته چې د ورغوي په تڼاکه خلګ شرمېږي.
دلته دروغ حلال، خوشحالي حرامه ده.
دلته د نجونو په بدو کې ورکول ښه، خو د بديو ورکېدل بد کاردی.
دلته ورور د ورور د مرګ لپاره په څلوېښت کلنه سيالي بوخت دی.
دا افغانستان دی:
چېرته چې ماشومان ښوونځي ته د تګ پر ځای، د سرکونو پر سر ونو درانه کارونه کوي.
چېرته چې پلار ښوونځي ته د لور د تګ مخالف؛ خو په روغتون کې د ښځينه ډاکتر پوښتنه کوي.
چېرته چې لوستي ځوانان په نورو هېوادونو کې ټکسيانې چلوي، خو حکومت يې په سلګونه بهرني مشاورين په نس ماړه کړي دي.
او دا افغانستان دی، چېرته چې تر ژوند کولو ژوندی پاتې کېدل مهم دی !!!