دوشنبه ۳۰/۲/۱۳۹۸
د غزني ولایت د مرکز، ده یک، قره باغ او اندړ ولسوالیو په اړوندو کې پرون شپه، تیره ورځ او بیګاه شپه د ترسره شویو هوایې بریدونو او نښتو په ترڅ کې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
په لومړي اقدام کې پرون شپه د مرکز غزني اړوند د آرزو سیمي د بټیو او لویدیځه برخه او منګور سیمه کې هوایې بریدونو کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان چې پنځه تنه یې د طالب سرګروپانو طیب عمر او ابوبکر د ډلو اړوند او پاتي
نور یې له نورو ولایاتو څخه د کانونو د ځینو انجنیرانو په ګډون وو، وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو یاد شوي انجنیران په واغظ ولسوالۍ کې د ځینو کانونو د کیندنو په موخه راوستي وو، چې موخي ته تر رسیدو مخکي له منځه یوړل شول.
هاخوا هوایې ځواکونو تیره ورځ له غرمي وروسته شاوخوا(۳:۳۰) او (۴:۳۰) بجي د اندړو ولسوالۍ په خرواریان او چهاردیوال سیمو کې بریدونه ترسره کړي چې پکي د (۳) پاکستانیانو په ګډون اته (۸) تنه وسله وال طالبان وژل شوي او
(۲) تنه یې ټپیان شوي دي.
بلخوا تیره ورځ د قره باغ ولسوالۍ بازار ته څیرمه د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوي چې په ترڅ کې یې یو(۱) وسله وال طالب وژل شوی او دوه (۲) تنه ټپیان شوي دي.
دغه راز هوایې ځواکونو بیګا شپه د مرکز غزني اړوند په منګور، د ده یک ولسوالۍ په شاخوګ، پجګ او رامک او د اندړو ولسوالۍ اړوند په خاني کلا او بشیر کلا سیمو کې هوایې بریدونه ترسره کړي چې جزئیات یې تراوسه په لاس کې
نشته.
د غزني د والي ویندوی نورالدین نوري