تاند- د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، له موجود غیریقیني وضعیت سره سره افغانان هیڅکله د اوس په شان سولې ته نژدې شوي نه و.

د چین د بهرنیو چارو وزیر (وانګ يي) پرون /دوشنبه/ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره له کتنې وروسته د افغانانو ترمنځ د هراړخیز دیالوګ د پیلېدو غوښتنه وکړه، ویې ویل«په افغانستان کې له کلونو جګړې او ناکراریو وروسته، بالاخره سوله ممکنه شوې ده.»

وانګ، چې له خبریالانو سره خبرې کولې، همداراز وویل چې د افغانستان د ګاونډیو په توګه چین او تاجکستان په دې هیواد کې د پخلاینې او بیارغونې د څرنګوالي په اړه خپل دریځونه همږغه کړل.

ده د افغانستان په ټولو خواوو ږغ وکړ چې د دیالوګ له لارې اجماع ته ورسېږي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سیاسي پروسې ته لار هواره کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه«موږ هیله لرو چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ خبرې د داسې جوړجاړي سبب شي چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي، او هیله من یم چې د افغانستان د مسلې په اړه نور څو اړخیز میکانیزمونه هم د سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي.»

وانګ وویل چې چین هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او لېواله دی چې په افغانستان کې د سولې لپاره رغنده رول ولوبوي او د دغه هیواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *