تاند- د ننګرهار ولایت د شاتو د فارمونو ټولنه اټکل کوي چې سږ کال به په دې ولایت کې د شاتو (عسل) تولید ۴۰۰ ټنو ته ورسېږي او له دې درکه به ۱۰۰ ملیون افغانۍ عاید ترلاسه شي.

د ننګرهار د شاتو د فارمونو د ټولنې ريیس ریاض محمد نن /سې شنبه/ وویل، په دې ولایت کې د شاتو ۳۵۰ فارمونه شته چې ۱۴۰۰ تنه پکې په مستقیم ډول او ۱۴۰۰۰ نور په غیرمستقیم ډول په کار بوخت دي.

د ښاغلي ریاض په وینا یو ټن شات په بازار کې په دوه نیم لکه (۲۵۰۰۰۰) افغانۍ پلورل کېږي او اټکل کوي چې د شاتو فارمونه به سږ کال د ۱۰۰ ملیون افغانیو په ارزښت ۴۰۰ ټنه شات تولید کړي.

ریاض وايي چې سږ کال به د شاتو تولید زیات شي ځکه چې د شاتو فارمونه ډېر شوي، اقلیمي شرایط ښه شوي او ګلان ډېر شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *