تاند- له سویډن څخه د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اعتراض کې د دغه هیواد په ګڼو کلیساګانو کې نن /سې شنبه/ زنګونه وکړنګول شول.

سویډني فعالان د هغو افغانانو د بخښل کېدو غوښتنه کوي چې له اتلس کلن کېدو وروسته له دې هیواده ایستل کېږي.

د سویډن راډیو خبریالان په بروما ښار کې (Västerled) کلیسا ته لاړل چې د افغانانو د ایستلو په اعتراض کې زنګونه پکې ووهل شول.

یوې اعتراض کوونکې هانا باکمن وویل«موږ نور په دې چوپ نه شو پاتې کېدای…. موږ بدلون غواړو.»

د سویډن حکومت ویلي چې هغه کم عمره افغان پناه غوښتونکي، چې د مهاجرت غوښتنلیکونه یې منل شوي نه دي، له اتلس کلن کېدو وروسته افغانستان ته لېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *