تاند- په افغانستان کې دېره ایټالیايي پوځیانو نن /سې شنبه/ په فراه ولایت کې خپله مهمه اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارله.
ایټالیايي پوځیانو د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د وتلو لپاره د تیاري په لړ کې د فراه اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارله.
د ایټالیا خبري اژانس د پوځ د سرچینو په قول وویل چې د دوی د ځواکونو ماموریت بشپړ شوی دی.
د دې اژانس د راپور له مخې شاوخوا ۸۰۰ ایټالیايي پوځیان د هغې موافقې پراساس خپل هیواد ته ستنېږي چې دې هیواد په ناټو کې له خپلو نورو متحدانو سره کړې ده.
ایټالیا په ۲۰۰۳ کال د ناټو تر مشرۍ لاندې د ایساف په چوکاټ کې افغانستان ته شاوخوا ۴۱۰۰ پوځیان ولېږل خو اوس په افغانستان کې شاوخوا درې زره ایټالیايي پوځیان مېشت دي، نور خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
په دې موده کې ۵۳ ایټالیايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي. اکثره د طالبانو په بریدونو وژل شوي.
ایټالیا په پام کې لري چې د راتلونکي کال د لومړیو درو میاشتو تر پایه په افغانستان کې ۱۸۰۰ سرتېري پرېږدي.
دا هیواد غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته هم د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په شرط محدود شمېر پوځیان پرېږدي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
پرون د استرالیا صدراعظم په روزګان ولایت کې د خپل هیواد پوځي ماموریت رسماً پای ته ورساوه.