۱۳۹۸/۲/۳۱
په ننګرهار کې د بلک یا سمارټ میټرونو د نصبولو لړۍ پیل شوه .
په ننګرهار کې د برېښنا ریاست له لورې د بلک یا سمارټ میټرونو د نصبولو لړۍ نن پیل شوه،چې د شل ورځو په موده کې به یې چارې بشپړي شي .
د دې ولایت د برېښنا رئیس انجینر اکرام الله عابد وایي، سمارټ میټرونه د اندازه ګيرۍ او د ضايعاتو د دقيق سنجش لپاره دي چې د برښنا شرکت په ټولو حوزو کې نصبیږي .
نوموړي همدا راز د پلان مطابق د شبکې د اصلاح چارو له جریان څخه هم خبر ورکړ او زیاته یې کړه،نن یې د نجم الجهاد (فاميلي ) او هډې اخند زاده د شبکې اصلاح چارو څخه لیدنه وکړه.

۱۳۹۸/۲/۳۱
ننګرهار کې د بېلابېلو پېښو شهیدانو ۱۶۰ بې وزله کورنیو سره د هګۍ ورکوونکو او نسلي چرګانو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د اکتید موسسې په مالي او تخنیکي مرسته د مرکز جلال آباد ښار او د بهسود او سره رود په ولسوالیو کې ۱۶۰ هغه بیوزله میرمنو ته چې د کورنۍ غړي یې وروستیو کې شهیدان شوي د هګیو چرګانو او اړونده برخه کې مرسته وشوه .
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رئیس ذبیح الله “حسن زی” وایي، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳۰ قطعې د هګیو چرګان، ۲۰۰ کیلو د چرګانو بیلانس شوې خوراکه، یوه دانه خوره ، یوه آوبه خوره، دست کشې، موزې او ماسکونه ورکړل شول .
۳۱/۲/۱۳۹۸
مومندره کې د عملیاتو پرمهال ۲۸ ماينونه او ۵ ميله وسلې ترلاسه شوې
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ امان کوټ سيمه کې امنيتي ځواکونو عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو ۲۸ بېلابېل ډوله ماينونه، يو موټر سايکل بم، درې ميله کلاشنکوفونه او دوه ميله تومانچې ترلاسه کړي دي.
د مومندرې ولسوال نسيم شينواري وويل، چې د دغه عملیاتو پرمهال ۱۶ خودساخته د بوشکې ماينونه، ۱۲ چسپکي ماينونه او موټر سايکل چې په کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوي امنيتي ځواکونو ترلاسه کړل او په سيمه کې يې لمنځه يوړل.
نوموړي وويل، چې د يادو عملياتو پرمهال د وسله والو مخالفينو درې ميله کلاشنکوفونه او دوه ميله تومانچې هم ترلاسه شوي دي.
ولسوال زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو څخه ياده ولسوالۍ په بشپړ ډول پاکه شوې او د بشپړ امنيت ټينګښت په موخه امنيتي ځواکونو د ورکړل شوي پلان له مخې يو لړ نور اجرات پيل کړي دي.

۱۳۹۸/۲/۳۱
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي “پوپل” په خپل کاري دفتر کې د جلال آباد ښاروال ریاض الله “درمل” سره ولیدل.
په یاده ناسته کې د جلال آباد ښاروالۍ له لورې په نږدې راتلونکې کې د پلي کیدونکو انکشافي پروژو، د عوایدو په لوړوالي، تشویقي بودیجې، د ښاروالیو د ولسي تړون پر روانو پروژو او همدارنګه د جلال آباد ښاروالۍ اړوند د غصب شویو ملکیتونو د بیرته ترلاسه کولو او پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې.
ښاغلي “پوپل” له جلال آباد ښاروال څخه د مننې سربېره نوموړي ته د خپل کاري پلان پر تطبیق د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

۳۱/۲/۱۳۹۸
د ګوشتې ولسوال هټيوالو سره د توکو کنترول په موخه وليدل
ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوال غالب مجاهد هټيوالو سره د توکو کنترول په موخه وليدل او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې ټول توکي د ښاروالۍ لايحې سره سم وپلوري.
نوموړي همدا راز هټۍ لرونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د تاريخ تيره، بې کيفيته او غير قانوني توکو له پلور څخه ډډه وکړي.
ولسوال همدا راز وويل، چې کوچنی اختر راتلونکی دی او هټیوالو ته يې له وړاندې خبرداری ورکړو چې د پټاقيو او ورته نورو توکو له راوړلو او پلور څخه ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به د قانوني چلند سره مخ شي.
هټيوالو ګوشتې ولسوال ته د قانوني فعاليت ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې د ښاروالۍ له لايحې څخه به سرغړونه ونه کړي.
۳۱/۲/۱۳۹۸
سره رود ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتيا او توکو بيو کنترول په موخه ناسته وشوه
ننګرهار ولايت سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني په مشرۍ د پوهنې او روغتيا مسئولينو، قومي مخورو، او د خښتو بټيو لرونکو سره د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه.
د دغې ناستې پر مهال د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني پوهنې مدير ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په دې ولسوالۍ کې خصوصي ښوونځيو څخه څارنه وکړي او د همدا راز د اوړي په موسم کې د فیسونو په اخیستونو کې د قانون له مخې اجرات تر سره کړي.
نوموړي همدا راز د روغتيا مسئولينو ته هم لارښوونه وکړه، چې د ناروغانو په درملنه کې هلې ځلې تر سره کړي او د روغتيا په برخه کې د شته ستونزو حل لپاره لازم اجرات تر سره کړي.
ولسوال د خښتو بټيو لرونکو ته سپارښتنه وکړه، چې خښتې لايحې سره سم وپلوري او همدا راز د چاپريال پاکوالي ته پاملرنه وکړي.

په دغه ناست کې ولسوال له قومي مخورو وغوښتل، چې د توکو بیو په کنترول او نورو ستونزو حل کې حکومت سره همکاري وکړي، چې مخورو له لوري ورته د همکارۍ ډآډ ورکړل شو.
په ورته وخت کې د سره رود ولسوال په مشرۍ د پوليو واکسين په اړه د عامه پوهاوي ناسته وشوه، چې نوموړي ګډونوالو ته د پوليو واکسين پر ګټو او اهميت خبرې وکړې او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې په شرايطو برابرو ماشومانو په واکسین کولو کې د پوليو واکسين رضا کارانو سره همکاري وکړي.

۳۱/۲/۱۳۹۸
کامې ولسوالۍ کې ۷۵ کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ کې ۷۵ بې وزله کورنيو سره د ليف او ريليف مرستندويه ادارو له لوري د غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کامې ولسوال شريف الله فضلي وويل، چې هرې کورنۍ ته يوه خېمه، ترپال، د اشپز خانې سامان، ترموز، ګاز ډبه، سطرنجۍ او نور توکي ورکړل شول.
نوموړي وويل، چې روانه مياشت کې په دې ولسوالۍ کې سلګونه کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوي دي او د مرستو لړۍ دوام لري.

۳۱/۲/۱۳۹۸
ننګرهار کې د يو عشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت يو څلوېښت متره سړک جوړيږي
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په هڅو د دې ولايت بهسودو ولسوالۍ کې د يو عشاريه پنځه ميليارده افغانيو په لګښت د يو نوي څلوېښت متره سړک د جوړېدو لومړنۍ چارې پيل شوې.
دا سړک چې د بهسودو له پله څخه پيلېږي عبدالخېلو سيمه کې به د جلال اباد – کونړ لويې لارې سره وصل شي، چې پر دغه لاره د موټرو د ګڼې ګوڼې ډيره مخه به ورسره ونيول شي.
دغه سړک د خلکو پر ځمکو او کورونو تېريږي چې چارواکي وايي، خلکو ته به د ځمکې بديل د استملاکي قانون له مخې ورکړل شي.
ننګرهار والي شاه محمود د ياد سړک د چارو پيل کېدو په اړه وويل، چې د کار لپاره ژمنې نه بلکې عمل په کار دی؛ نو ځکه يې تر افتتاح وړاندې اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې د سړک کارونه پيل کړي.
هغه هيله ښودلې چې د دغه څلور لينه سړک په جوړيدو سره به د ننګرهار د کوز کونړ او دره نور او دغه راز د کونړ او نورستان د خلکو ترافيکي ستونزې حل شي.
د ننګرهار د ټولګټو چارو سرپرست رئيس انجينر حامد ضياء پژواک اژانس ته وويل، دا سړک د ټولګټو وزارت د يو عشاريه پنځه مليارده افغانيو په لګښت جوړېږي چې دولس نيم کیلومتره اوږدوالی او څلوېښت متره پلنوالی به ولري.

دی زياتوي، دا سړک د بهسودو پلُ نه پيل د بهسودو په عبدالخېلو تنګي سيمه کې د کونړ له سړک سره وصلېږي، چې څلور لينه به ولري، په منځ کې شپږ متره ګلدان او غاړو ته به پلې لارې ولري.
نوموړی وايي، ټولګټو وزارت د سړک کار ته يو ځانګړې د انجينرانو ډله د شفافيت او د چارو د څارنې په موخه ټاکلې ده چې له ټولو چارو به نظارت کوي.
د سيمې اوسېدونکي خوښ دي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به يې سيمه پرمختګ وکړي او هم به ورسره اقتصادي پرمختګونه رامنځته شي.
چارواکي وايي، دا سړک به يو نمونه يي سړک وي، چې په جوړېدو سره به يې ياده سيمه د ښکلا له اړخه هم غني کړي او هلته پراته څو ښارګوټي او نورې ځمکې به لوی اقتصادي ارزښت پيدا کړي.

۳۱/۲/۱۳۹۸
د ولايت مرستیالې په مشرۍ د غصب مخنيوي او شکايتونو اوريدو کميسون غړو د مشتريانو يو شمېر ستونزې د حل په موخه واوريدې.
ننګرهار ولايت ټولنيزو چارو مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د غصب مخنيوي او شکايتونو اوريدو کميسون غړو د يو شمېر مشتريانو د ځمکو اړوند قضيې د حل په موخه واوریدې او اړونده ادارو ته يې حکم کړې.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې د هرې سه شنبې په ورځ د ځمکو اړوند او بېلابېلو ستونزو حل په موخه د مشتريانو ستونزې اوري او په حل کې يې اړونده ادارو ته د اجراتو سپارښتنه کوي.
نوموړې وويل، چې تېره اوونۍ وره سره يو شمېر مشتريانو خپلې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې وې، چې تر تعقيب وروسته حل شوي؛ خو د ځينو ستونزو حل وخت ته اړتيا لري؛ ترڅو د قانوني پروسې وروسته پريکړه وشي.
نوموړې د لسګونو کسانو، چې په کې مېرمنې هم شاملې وې د ځمکو اړوند او بېلابېلې ستونزې د حل په موخه واوريدې او اړنده ادارو ته يې عرايض د وروستي حل په موخه حکم کړل.
دې همدا راز د يو شمېر مشتريانو ستونزو حل په موخه د بېلابېلو ادارو مسئولینو سره پر تيليفون هم خبرې وکړې او مشتريانو ته يې ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې حل شي.

۱۳۹۸/۲/۳۱
ننګرهار والي وایي،د پلانونو د تطبیق په موخه په دولتي ځمکه خپلسرې ابادۍ تخلیه او نړول کیږي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې پر ټولو هغو دولتی ځمکو چې له کلونو راهیسې پرې خلکو ودانۍ جوړې کړي،د جوړ شوو پلانونو د تطبیق په موخه یې ودانۍ تر تخلیه کېدو وروسته نړول کیږي.
نوموړي یادې څرګندونې د کور فرهنګی ټولنې مشرې مقدسې احمدزې په مشرۍ د جلال ابد ښار د روښان مېنې یو شمیر اوسیدونکو سره د لیدنې پر مهال وکړې .
دوی زیاته کړه،چې په سیمه کې شاوخوا اتیا کورنۍ له کلونو راهیسې په دولتي ځمکه میشتې شوي،چې اوس مهال د ښاروالۍ له لورې کورونه تخلیه او نړول کیږي،ترڅو پورې دولتي اداري ودانیو جوړیدو ته زمینه برابره شي.
دوی پر دولتي تاسیساتو جوړیدو خوښي وښوده،خو د خپلو ځآنونو سرپناه په موخه یې د ننګرهار والي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې هر افغان د سرپناه په موخه په قانوني ډول د يوې نومرې ځمکې حق لري؛ خو دولتي ځمکې چاته نه پريښودل کيږي.
هغه زیاته کړه، دوی د دولتي ادارو لپاره ودانۍ جوړوي،چې لازمه ده،په یاده سیمه کې پر دولتی ځمکه جوړ شوي کورونه لومړی تخلیه او وروسته ونړول شي.
نوموړي د یادو کورنیو مسؤلینو سره ژمنه وکړه،چې په ښارګوټو کې د امکاناتو په شتون سره به ورته د استوګنې په موخه نمرې په واک کې ورکړي .

۳۱/۲/۱۳۹۸
د شیرزادو ځوانانو ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د کلونو ځنډ وروسته یې یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ښه والي په موخه اقدامات پیل کړل .
د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ ځوانانو شورا غړو چې مشري یې څآرنوال نسیم کوله، ننګرهار والي شاه محمود میاخیل سره د هغه په کار ځای کې د لیدنې پر مهال مننه وکړه،چې د کلونو ځنډ وروسته یادې ولسوالۍ ته په امنیتي برخه کې پاملرنه پیل شوه .
نوموړي یادې ولسوالۍ ته د لا زیاتې امنیتي پاملرنې او په شفاف ډول د بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو او بېرته خپلو سیمو ته د ستنیدو په برخه کې په همکارۍ ټینګار وکړ.
د یادې شورا غړي محمد هلال هلال د خبرو پر مهال په ښار کې د غير مسئوله وسله والو پر ګرځیدو، غير قانوني قراردادونو او خپلسرو مارکيټونو د جوړيدو د مخنيوي غوښتنې وکړې.
دوی په ټولو قانوني چارو کې د ننګرهار والي ملاتړ وکړ او تر دا مهاله یې د ترسره شوو فعالیتونو څخه ستاینه وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل،د تېر کال په پرتله په ولسواليو کې امنيتي ساحه پراخه شوې او ډېر ژر به د شيرزادو بې ځايه شویو کورنيو ته د بېرته تګ زمينه برابره شي.
نوموړي زیاته کړه،له خوږياڼو او شيرزادو ولسواليو څخه د بې ځايه شويو کورنيو سروې روانه ده او ډېر ژر به مرستندويه ادارې ورته اړينې مرستې ورسوي.
هغه وويل، چې د تېر کال په پرتله سږکال په ولسواليو کې امنيتي ساحه پراخه شوې او د شيرزادو ولسوالۍ امنيت لپاره يې پلان جوړ کړی، چې ډېر ژر به يې لویه لاره خلاصه او بشپړ امنيت به په کې رامنځته شي،خو د ځوانانو او سیمې خلکو په همکارۍ یې ټینګار وکړ.
۱۳۹۸/۲/۳۱
ننګرهار کې به سږ کال ۴ سوه ټنه شات تولید شي،چې ترې به سل میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه شي .
ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې د اتحادیې مسؤلین وایي،تېر کال یې دې ولایت کې د نږدې نوي میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۵۰ فارمونو څخه درې نیم سوه ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې کړي وو او زیاته یې کړه،چې سږ کال به یې د تولید کچه ۴ سوه ټنو ته لوړه شي،چې ترې به شاوخوا سل میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي.
په دې ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې د اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال د شاتو مچیو د نړیوالې ورځې د نمانځغونډې پر مهال وویل،په دې ولایت کې اوس مهال ۳۵۰ د شاتو مچیو فارمونه دي،چې په کې ۱۴ سوه تنه په مستقیم او ۱۴ زره تنو ته په غیري مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي .
هغه وایي،یو ټن په بازار کې په شاوخوا ۲۵۰ زره افغانیو پلورل کیږي،چې د اټکل له مخې به سږ کال د سل میلیونه افغانیو په ارزښت ۴ سوه ټنه شات تولید کړي،چې د هېواد بېلابېلو سیمو ته به یې صادر کړي .
نوموړی زیاتوي، په ننګرهار ولایت کې د موسم ښه والی،د فارمونو زیاتوالی،د ونو او ګلانو ډیر والی او د شاتو د پروسس فابریکې شتون د دې لامل شوي،چې د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د شاتو تولید زیات شي .
د هغه په وینا د ګلانو،بوټو، ځآنګړي مصنوعي فارمونو او نورو سهولتونو د برابرولو په ترڅ کې به د شاتو ګڼ شمیر کاروباریان له نورو سیمو څخه ننګرهار ته را ستانه شي،چې له امله به یې د دوی په تولید کې لا زیاتوالی راشي .
ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس ذبیح الله حسنزی وایي، د شاتو مچیو د روزونکو سره یې په لوړه کچه همکاري نده کړې،خو د کرنې او مالدارۍ ریاست په ځینو لیرو پرتو ولسوالیو کې یو شمېر پروژې په مؤقتي ډول پلي کړي دي .

۱۳۹۸/۲/۳۱
دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو خپل منځي شخړې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ شیمل سیمه کې د حاجي ګلمیران او حسیب الله کورنیو ترمنځ د مخکینۍ دښمنۍ له امله تېره شپه تاوتریخوالی رامنځته شوی،چې له امله یې د حاجي ګلمیران د کورنۍ درې غړي په ډزو سره شهیدان کړي او یو بل ټپي شوی دی.
د یادې پېښې د رامنځته کېدو سره سم پولیس سیمې ته رسیدلي،خو د حسیب الله د کورنۍ غړي له سیمې څځه په تېښته بریالي شوي،خو د نیولو هڅې یې جریان لري.

۱۳۹۸/۲/۳۱
ننګرهار کې یو داعش وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شو.
ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په شهیدانو مینه سیمه کې تېره شپه د اقبال په نوم یو داعش وسله وال،چې غوښتل یې د تروریستي کړنې په موخه ماین ځای پر ځای کړي،د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شو.
په همدې حال کې د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوایي برید په ترڅ کې درې داعشیان وژل شوي دي .

۱۳۹۸/۲/۳۱
ننګرهار والي د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا تېر ماښام له روژه ماتې وروسته د عامو خلکو سره په عادي ډول د دوی په کار ځآیونو کې ولیدل.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،ولایتی شورا غړي ناصر کاموال،ګمرک رئیس محمد عمر مومند او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله،تېر ماښام له روژه ماتې وروسته په عادي ډول په بېلابېلو سیمو کې د ولسي خلکو سره یې د دوی په کار او میله ځآیونو کې ولیدل .
دوی د پلټنو په مرکزونو کې سرتېرو ته،کالیو کنډونکو او شریخ پلورونکو هټیوالو، څلور لارو او نورو سیمو کې را ټولو شوو ځوانانو او یو شمیر نورو سیمو ته ورغلل او خلکو ته یې د سوکاله ژوند هیلې وکړې .
دوی خوښي وښوده،چې په جلال اباد ښار او څېرمه ولسوالیو کې خلک د روژه ماتې وروسته په عادي ډول میله ځایونو ته ځاي،کاریګر په ښه توګه خپلې چارې ترسره کوي او امنیتي ځواکونه یې په میړانه امنیت ساتي .

۱۳۹۸/۲/۳۱
ننګرهار والي د دې ولایت علماؤ کرامو څخه وغوښتل،چې د روژې په مبارکه میاشت کې ممبر له لارې د سولې پيغام خپرولو کې مرسته وکړي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل تېر ماښام د روژه ماتې پر مهال د دې ولایت د حج اواوقافو رئیس په مشرۍ د لسګونو علمآؤ کرامو سره د لیدنې پر مهال له دوی وغوښتل،چې د سولې د رامنځته کېدو په موخه د ممبر له لارې د پیغام په خپرولو کې مرسته وکړي .
نوموړي په یو شمیر پېښو کې علماؤ کرامو ته د اوښتې مرګ ژوبلې له امله خواشیني وښوده،د شهیدانو کورنیو او ټولو علمآؤ کرامو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل،همدا راز یې ډاډ ورکړ،چې امنیتي ارګانونه په ټول توان سره د امنیت تامین په موخه هڅې کوي .
د دې ناستې پر مهال چې ولایت مرستیال تمیم عارف مومند هم شتون درلود، په یوالي،خپل منځي اختلافاتو مخنیوي او یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *