د افغانستان خپل منځنیو جګړو ته که پام وکړو د طالبانو سره سوله به هیواد ته ثبات ور اوبښي? او جګړې ته به د پای ټکی وي؟ آیا يواځی موږ د طالبانو سره ستونزه لرو او مخ یو؟
نه! زموږ ستونزه یواځې له طالبانو سره نده.د طالبانو سره سوله ټولې لانجې نه حلوی.
د افغانستان اقوام له هر وخت څخه زیاد اوس, په تعصوبی عقدو کی ښکیل دی او دا هغه څه دی چې د ستونزو او د جګړو د تدام لپاره  ښه جنګي ماشین دی او بهرنیان هم د خپلو ګټو د ساتلو لپاره ښه په خوند ور څخه کټه اخلي.
او له بل اړخه په نظام که شته او موجود ‌دړه ماران له هر,وخته زیاد پړ سیدلی او او وږي شوی د دوی مړول او له منځه وړل هم څه اسانه کار ندی.
د قدرت ویش د اقوامو په اساس بله ستونزه ده, هر قوم غواړي له بل څخه دیر څه په لاس کی ولری او دا ورته مهمه نده چي څه مثبت بدلون راوستی شی یا نه څه چې مهم دی هغه د حکومت په چارو کې,باید ټول وڼده ولری.
له بل اړخه د قدرت ویش د قومی توازن پر اساس دقیقی سرشمیرنې  ته اړتیا لري چی زموږ په هیواد کي تر او سه دقیقه سر شمیرنه نده تر سره شوې.
له طالبانو وروسته د حکومت په 18 کلنۍ دوره کې د مخدره موادو کښت هم خپل اوج ته رسیدلی چې,په مستقیم او غیر,مستقیم ډول یې بیلابیلې مافیاوې کړۍ هم د افغانیستان په جګړه ګې ښکیلې کړي.

له بل پلوه په هیواد کی بیسواده قشر هم دیر دی په ځانګړې ډول ښځې (میندی). عامه پوهاوی هم ډیر ښه ندی.او له بل اړخه امریکایان غواړي چې د راتلونکې  حکومت لپاره بدیل ولری تر’څو په سیمه کې د هغه له لاری د مداخلی زمینه ورته برابره وي.( د نجیب پر ځای مجاهدین, مجاهدین طالب, طالب موقت حکومت,بیا طالب) او د راتلونکې لپاره بدیل شاید داعش وې تر څو د هغه څخه په استفادی او یا د هغه د له منځه وړلو په پلمه په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول په سیمه کې مداخله وکړې.

شته لانجوته په کتلو دابریشي چې له طالبانو سره سوله دې هیواد ته ثبات نشی راوستی. له سولې څخه وروسته هم باید سیاسون او د هیواد وګړي نورو ستونزو ته حل لاره ولټوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *