د سعودي عربستان يو دولتي بنسټ (مركز ملك سلمان) د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سره په ګډه همکارۍ د يو تړون له مخې د يو ميلون ډالرو په ارزښت د پلازمينې کابل په ګډون پنځو ولايتونو کې له شل زره اړمنو افغان کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل کړې.
يادې مرستې تر دې دمه پلازمېنه کابل او ننګرهار او کندهار کې په ديارلس زره پنځه سوه اړمنو کورنيو ويشل شوي، نن د پنجشنبې ورځ چې د مۍ د مياشتې له درويشتمې نېټې سره سمون خوري د دې مرستو لړۍ په هرات کې هم پيل شوه.
د ياد پروګرام له مخې چې د روژې مياشتې په سر کې پيل شوې له دقيقو سروې ګانو وروسته هرې يوې مستحقې کورنۍ ته د پنځوس امريکايي ډالرو په ارزښت اوه قلمه خوراکي توکي ( اوړه، وريجي، غوړي، بوره، لوبيا، خرما او چای) ورکول کيږي.
دغه پروژه (افطار الصايم) د افغانستان کډوالو وزارت د سعودي عربستان د يو دولتي خيريه بنسټ (مرکز الملک سلمان للاغاثة والاعمال الانسانیة) سره په ګډه همکارۍ د دې بنسټ په مالي مرسته کابل، ننګرهار، هرات او کندهار کې تطبيقوي.
تر کابل، ننګرهار، کندهار وروسته دغه مرستې نن پنجشنبه ورځ 2019-05-23 په هرات کې پيل شوي او ټاکل شوې چې دې ولايت کې درې نیم زره “3500” بې وزله کورنيو ته يادې مرستې د يو منظم پلان له مخې وويشل شي