تاند- د معمارۍ نړیوالې ټولنې په نړۍ کې د معمارۍ او مهندسي تر ټولو په نویو پروژو کې غوره هغو ته جایزې ورکړې.
د معمارۍ نړیوالې ټولنې، چې تر ټولو تکړه متخصصان پکې غړیتوب لري، په خپل شپږم فیستوال کې، د ۳۰۰ ښو ودانیو په منځ کې ۲۹ ته د غوره معماري اثارو په توګه جایزې ورکړې.
دا ټولنه، چې په ۲۰۰۸ میلادي کال د هسپانیا په بارسلونا کې جوړه شوه، هرځل نویو ښکلو جوړو شویو ودانیو ته که هغه د هوټل وي یا د استوګنې لپاره، جایزه ورکوي.
دا ودانۍ د سویډن په مالمو کې د سوداګرۍ د یوه مرکز لپاره په ۳۷۷ ملیون یورو جوړه شوې ده.
دا ودانۍ، چې ۳۸۶ خونې لري، د امریکا په شیکاګو ښار کې روغتون ته جوړه شوې.
د استرالیا د سیډني په ساحلي بندر کې د سیډني کروز په نوم نوی ترمینل
دا کور په سینګاپور کې جوړ شوی
د ډنمارک په کوپنهېګن کې د سیلانیانو لپاره جوړ شوی اکواریم
د نیوزیلنډ په اوکلنډ کې د دې ګالرۍ سایه وانونه د ونې په شان جوړ شوي دي.
دا د چین د ختیځ په تیانجین کې په ۲۸۰ ملیون ډالرو جوړه شوې ده
په استانبول کې د درملګرۍ (فارمسي) ودانۍ
د لبنان دا ودانۍ له ډبرې جوړه شوې ده