په کومه سیمه کې چې هر ډول نړیواله موسسه ایجادیږي معنا یې دا ده چې هلته د پرمختګ او بریالیتوب پر لور لوی ګامونه پورته کیږي. خو تر ټولو نېکمرغه وګړي هغه دي چیرته چې نړیواله تحصیلي موسسه تاسیسیږي ځکه چې هلته پوهنیزه درجه لوړیږی، اقتصادی پراختیا ډیريږی، سولیزه مفکوره تقویه کیږی، د انساني تبعیض کچه ټیټږي، انساني اړیکې پراخیږي، چې بالااخره انساني پرمختګ وده کوي او د سیمې خلک د نړیوالتوب په ارزښت اګاهي ترلاسه کوي.
د بریالي ملت لپاره نړیوال کیدنه نن ورځ ضروري اړتیا بلل شوي. په دې برخه کې ویښ ملتونه هېڅ ډول ناغیړي نه کوي بلکې ډير زیار باسي ترڅو نړیوالې اړیکې پراخې کړي او د نړۍ ډول ډول بازارونو ته لاس رسی ډیرکړي. یو معتبر ملت کولای شي خپلې ملي او بین المللي سونزې تشخیص کړي او د هغې د حل لارې د نړیوالو په مرسته پيدا کړي. نو په دې اساس هر ملت ته په کار ده چې د نړیوالو موسسو د ایجاد پر وړاندې د پرتو خنډونو د منځه وړلو هلې ځلې وکړي.
را ځو خپلې موضوع ته، د ډاکټر صیب محمد اشرف غني په مشرۍ اوسني حکومت هوډ کړی چې خوست ولایت کې د پاچاخان په نوم نړیوال پوهنتون د یوه پراخ لید لوري سره تاسیس کړي چې د پلان جوړونې چارې یې بشپړ شوي او استازي یې تطبیق پړاو ته داخل شوي دي. اټکل شوي ده چې د یاد پوهنتون تاسیس لپاره باید دوه زره جریبه ځکمه ځانګړي شي. د ځمکې د تعین په موخه ځانګړي هیت د خوست ولایت ادارې سره يوځای ځينې سیمې سروې کړي دي. ویل کیږي چې هغه سیمې چې د حکومت په لومړي انتخاب کې راځي؛ یو لړ ستونزې لري. د ولایتې ادارو، د خوست ولایت فرهنګيانو، ځوانانو او مشرانو او د سیمې خلکو سره پر له پسې ناستې روانې دي ترڅو د پوهنتون د جوړیدو ځای پرته له کومو خنډونو څخه وټاکل شي، چې له هغو سیمو څخه یوه یې د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د مندوزیو د سحرا یوه برخه د ملي اردو د تاسیساتو ختیځ سیمه ده.
نو په کار ده، چې د هغو تاسیساتو او پروژو د جوړیدو او تطبیق کیدو ملاتړ وشي کوم چې د ملت او سیمې لپاره زیات ګټور ثابتیږي. د هغو کادرنو باید ځانګړي ستاینه او قدردانی وشي چا چې د پاچاخان نړیوال پوهنتون د جوړویدو طرحه ایجاد کړي ده. دا دې ولسونو مسولیت جوړیږي ترڅو د پاچاخان نړیوال پوهنتون د جوړیدو په ترڅ کې د حکومت سره اوږه په اوږه ودریږي او د اجتماعي ستونزو د حل په برخه کې پراخه برخه واخلي ځکه چې یاد پوهنتون د هيواد، په ځانګړي توګه د سیمې د خلکو په ژوند کې بې ساری بدلون راولي او د روښانه راتلونکي تضمین ورکوي. د مشرانو د نن ورځې اقدامات او نوښتونه زموږ د ماشومانو برخه لیک ټاکونکي وي. موږ اړ یو چې د خپلو ماشومانو لپاره د ښه ژوندانه ډبرې کیږيدو او د سیمې د پرمختګ په موخه دا ډول پیل ته چې د پاچاخان نړیوال پوهنتون جوړیدل دي؛ هرکلی ووایو او لاس نیوی یې وکړو.
کله کله داسې فرصتونه په لاس کې وي چې خلک یې سوچ هم نشي کولای. په ډيره آسانۍ سره ترې ګټه اخیستل کیدای شي ځکه چې دهغو چانسونو په برابرولو کې دې نورو همکاري ډيره وي. ښه بېلګه یې د پاچا خان نړیوال پوهنتون دی، چې نن ورځ یې خوست ولسونو ته په وړیا توګه د جوړیدو چانس په لاس ورغلی دی. دغه پوهنتون داسې پټه خزانه ده، چې له مخې یې سیمه حیرانوونکی پرمختګ کولای شي او د دې سیمې خلک په آسانۍ سره پر نړیوال بازار ورګډولی شي. دلته به د نړۍ وګړي کار کولو او زده کړو ترلاسه کولو لپاره راځي چې بېلا بېل خدمات به وړاندې کوي او هم به د هېواد د خدماتو څخه ګټه اخلي نو خوشبخته یو چې دومره په لویه کچه بنیادي کارونه راته ترسره کیږي.
په درنښت سره