تاند- پینتاګون په یوه راپور کې ویلي، د امریکا متحد ایالتونه په پاکستان کې مېشته لشکرطیبه ډله د ځان او په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو لپاره لوی خطر ګڼي.
امریکا او ملګروملتو لشکرطیبه نړیواله تروریستي ډله ګڼلې ده.
دا ډله، چې ویل کېږي له ۳۰۰ تر ۱۰۰۰منظم وسله وال پنجابي ترهګر یې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ په جګړه کې د افغان ځواکونو پر ضد جنګېږي، د هند د مومبۍ د ۲۰۰۸ کال د تروریستي بریدونو مسووله ده چې په لړ کې یې ۱۶۶ تنه ووژل شول.
د پنتاګون په راپور کې ویل شوي، لشکر طیبه په افغانستان کې د مهمو فعالو تروریستي ډلو په منځ کې د القاعده او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ترڅنګ پنځمه مهمه سختدریځه ډله ده.
د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې د حقاني شبکه، د ختیځ تُرکستان اسلامي غورځنګ او لشکرطیبه په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو لپاره تر ټولو لوی ګواښونه ګڼل شوي دي.
په دې راپور کې د داعش، پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې د غړیو شمېر له ۳ زرو تر ۵ زرو پورې اټکل شوی دی.
راپور وايي چې لشکر طیبه، چې په نولس سوه اتیایمه لسیزه کې تاسیس شوې، اوس یوه تر ټولو لویه تروریستي ډله ده چې له پاکستان څخه د ګاونډیو هیوادونو پر ضد فعالیت کوي.