تاند – د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار والي وایي چې د دغه ولایت په ټولو دولتي ادارو کې یو تحرک رامنځته شوی او هره اداره چې ابتکار او هلې ځلې وکړي دی یې ملاتړ کوي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په یوه اعلامیه کې چې د هغه په فیسبوک پاڼه خپره شوې لیکلي چې د تېرو درې میاشتو په دوران کې یې د کانال ریاست مامورینو ته د درې سوه نومرو د ملکیت سندونه ورکړي دي.
ښاغلي میاخېل لیکلي چې د درې میاشتو په بهیر کې چې نوموړی په کې د یاد ولایت والي شوی دی په دغه ولایت کې اوه زره د زیتونو او څلور زره زینتي بوټي کېنول شوي دي.
د ننګرهار ولایت دغه مشر چارواکي لیکلي، له هغه وخته چې نوموړی ننګرهار ولایت ته راغلی هېڅ ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې نه ده او دی هڅه کوي چې له نورو چارواکو سره په ګډه د محاکمو فیصلې تطبیق کړي.
شاه محمود میاخېل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په نژدې راتلونکي کې به د جلال اباد د ښاروالۍ له لارې د دغه ښار څلورلارې او درې لارې په ځانګړي ډیزاین جوړې کړي چې له یوې خوا به ښار ښکلی کړي او بلې خواته به ترافیکي ازدحام پرې کنټرول کړي.
ویل کیږي چې په ننګرهار کې هم د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر د حکومت د وسله والو مخالفانو تر څنګ زورواکي او خپلسرې ملېشې چې ځانونه پخواني مجاهدین بولي نا امنۍ جوړوي، هدفي وژنې ترسره کوي او نه پرېږدي چې چارواکي پرمختیایي کارونه ترسره کړي خو داسې ښکاري چې ننګرهار ته د نوي والي په راتګ سره په دې برخه کې بدلونونه راغلي دي.