تاند- په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مظاهره چیانو د پاکستاني پوځیانو په حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

خو د پاکستان پوځ وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو په شمالي وزیرستان کې د دوی پر یوې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۵ پوځیان ژوبل شول.

دا په داسې حال کې ده چې خپلواکې رسنۍ او د سیمې اوسېدونکي وايي، د پاکستاني پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مظاهره چیانو ډزې کړي چې له کبله یې لږترلږه ۳ احتجاج کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ژوبل دي.

په ټپیانو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) غړی محس داوړ هم شامل دی خو داوړ رسنیو ته ویلي چې ټپ یې برسېرن دی.

همداراز شاهدان وايي چې پوځ د پښتون ژغورنې یو بل مشر علي وزیر او د ګرنډ جرګې مشر ګل عالم نیولي دي.

له حملې وروسته د پاکستان پوځ په سیمه کې ګرځبندیز لګولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د سیمې اوسېدونکو وروسته له دې احتجاج وکړ چې تېره شپه د دوی په وینا امنیتي ځواکونو د سیمې خلک وځورول.

پوځ څو ورځې مخکې په دې خاطر د سیمې یو شمېر اوسېدونکي ونیول او تشدد یې ورسره وکړ چې نامعلومو وسله والو د پوځ پر یوې پوستې برید وکړ.

د پاکستان پوځ وايي چې د دوی د ځواکونو په برید کې ۳ مظاهره چیان وژل شوي او لس نور ژوبل دي.

پوځ همداراز ادعا کړې چې د مظاهره چیانو مشرانو علي وزیر او محسن داوړ هڅه کوله چې پر پوځ فشار راوړي چې تروریستان خوشي کړي.

د پاکستان پوځ په وروستیو کلونو کې د قبایلي سیمو لسګونه زره ځوانان له تروریزم سره د تړاو په نوم وژلي یا بې درکه کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې دا تازه خوندی تشدد وروسته له دې کېږي چې تېره میاشت د پاکستان د پوځ ویندوی د قوې په وسیله د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځپلو خبرداری ورکړ.

2 thoughts on “د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې پر مظاهره چیانو په برید کې لږترلږه ۳ تنه وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي”
  1. سلامونه،
    پنجابي تورلنګي کفری فوج چې پر انګریز، چاینا،او سعودی … غلام او خرڅ سوی او دهغوی د سلاحکوټونو د تجارت ضلالي کوي ، د (پښتون تحفظ موفمنټ ) د عدم تشډد او مسالمت آمیزه پوشتنو مخامخ ځوابونه نه شي ورکولای او د هغو بدیو چې دا وروسته کلونو کې ېې د پښتنو د وژلو،ورکولو، ورانولو ،بندیانولو او دربدره کولو لپاره کړي اوس د شرمنده ګئ نه پړ په ټر پټول غواړي او د لا زیاتو ظلمونو او زورزیاتی کولو ، په میډیا کې هم په اپوټه (سرچپه ) راپور ورکوي . او په معصومو بی-سلاح پشتنو ګولۍ چلوی.
    زه خو د الله تعالی ج. څخه په دې مبارکې روژې میاستی کی دعآء کوم چې شهیدانو ته جنات الفردوس، زخمیانو ته صحت او آل پښتون ته لا زیاته یوموټی توب او پر خپلو پښتني او اسلامي سرو-کرخو او ولسی لومړیتوبونو ټینګوالی غواړم.
    د پښتنو او افغانانو دشمنان که هغه په لر کې دي او که بر کې ؛ که پنجاب -کولاب او لندن او ریاض کې که بیژنګ او واشنګټن ا و اوروشیلم کې ؛ الله دې تباه، برباد او په بدو مرضونو ګرفتار کړي ، او مظلوم ولسونه د ظالمو هاکمانو څخه خلاص کړي. آمین ثم آمین.
    ان الله لا یحب الظالمین، لا یحب المفسدین …

  2. زه خو د الله تعالی ج. څخه په دې مبارکې روژې میاستی کی دعآء کوم چې شهیدانو ته جنات الفردوس، زخمیانو ته صحت او آل پښتون ته لا زیاته یوموټی توب او پر خپلو پښتني او اسلامي سرو-کرخو او ولسی لومړیتوبونو ټینګوالی غواړم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *