تاند- افغان چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې ۱۰۰۰ کیلو چاودېدونکي مواد کشف کړي دي.

دوی په دې تړاو د څو تنو د نیولو ادعا هم کړې ده.

د کورنیبو چارو وزارت وايي چې د یو ټن چاودېدونکو موادو په کشفولو یې په پلازمېنه کابل کې د څو تروریستي حملو مخه نیولې ده.

امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې ځانګړو ځواکونو له دې جلا په یوه بله چاپه کې ۵۰۰ کیلو چاودېدونکي مواد نیولي دي.

افغان امنیتي ځواکونه هر څه موده وروسته په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د چاودېدونکو موادو د کشف خبر ورکوي خو له دې سره سره تروریستي بریدونه دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *