تاند- د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر نن /سې شنبه/ په مسکو کې وویل، طالبان سوله غواړي خو د سولې له لارې خنډونه باید لېرې شي.
ملا برادر، چې د طالبانو د تحریک مرستیال هم دی، د خپلې ډلې له یوه پلاوي سره په مسکو کې د افغانستان – روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو په مناسبت غونډه کې ګډون کړی دی. په دې غونډه کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نور افغان سیاستوال ګډون لري.
د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د پیلېدو د سلمې کالیزې په مناسبت غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په وینا پیل شوه.
په دې غونډه کې حامد کرزي وویل، افغانان له روسیې سره دوستانه اړیکې غواړي«موږ افغانان د افغانستان د سولې د خبرو د کوربه توب لپاره د روسیې د هلوځلو قدرونه کوو.»
د مسکو په روانه غونډه کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۴ کسیز پلاوی برخه لري.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالب پلاوی به په مسکو کې له افغان سیاستوالو سره د افغانستان پر راتلونکې خبرې وکړي.
ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا طالب پلاوی د افغانستان د حکومت له چارواکو سره ویني او که نه ویني.
خو ویل شوي چې د مسکو په غونډه کې د افغانستان د حکومت یو شمېر دیپلوماتان ګډون لري.
ای ملا خواهره!ا
اشغال؟
ایا ستا امارت د پنجاب په هدایت نه چلیده؟
ایا ستا تور پنجابیان په کابل کی ږیره خریلی نه ګرځیدل؟
کوم اشغال؟ د امریکا اشغال!ا د پاکستان اشغال او د امریکا اشغالکوم فرق لری؟ نه؟چط مړ شوې پروا نه شته چی په لور وړ شوې که په توپ!ا ځان د افغانانو په مخکی ازاد ازاد کوی مه!ا
په جینکو کې پټه مه ځه — د دله لورې زه دې پوندې پیژنمه