تاند- د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کالیزې په مناسبت په مسکو کې د افغانستان د حکومت، طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په وینا پرانیستل شوه.

ملا برادر

په دې غونډه کې د طالبانو د قطر د دفتر ريیس او د دې ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر، او مرستیال کاندید یې محمد محقق او په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند د افغانستان او روسیې پر تاریخي اړیکو خبرې وکړې.

د طالبانو مشر ملابرادر غونډې ته وویل، طالبان سوله غواړي خو باید لومړی د سولې له لارې خنډونه لېرې شي.

ملابرادر له امیرخان متقي وغوښتل چې د افغانستان او روسیې د اړیکو د سلمې کالیزې په اړه د طالبانو دریځ څرګند کړي.

امیرخان متقي د طالبانو د قطر د دفتر غړی او د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دفتر رييس دی.

متقي وویل، طالبان له ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو سره د ښو اړیکو پر لرلو باورمن دي او غواړي چې دوه اړخیزو ګټو ته د درناوي پر اساس اړیکې ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل چې ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او ټول افغانان دې په خپل منځ کې خبرې پیل کړي.

لاوروف ټینګار وکړ چې د افغانستان شخړه له پوځي لارې نه حل کېږي او یوازې د خبرواترو له لارې په دې هیواد کې سوله راتلای شي.

د طالبانو د قطر د دفتر پخوانی مشر او د مسکو د غونډې ګډونوال عباس ستانکزي خبریالانو ته وویل، تر څو چې بهرني پوځیان وتلي نه وي طالبان اوربند نه کوي.

ده وویل چې ژر به له امریکایانو سره بل پړاو خبرې پیل کړي خو نېټه یې لا ټاکل شوې نه ده.

ستانکزي وویل چې طالبان بین الافغاني خبرو ته تیار دي خو له حکومت سره خبرې نه کوي«له هغې ادارې سره چې واک نه لري او په خپل منځ کې اختلاف لري، خبرې تل ردوو.»

یوه خبریاله د غونډې په څنګ کې له طالب استازي سره مرکه کوي

یو شمېر نورو ویناوالو له طالبانو وغوښتل چې د سوبې فکر له ذهنه وباسي.

د سولې د عالي شورا ريیس کریم خلیلي وویل، نه دې طالبان او نه دي حکومت د مقابل لوري د تسلیمېدو فکر کوي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور وله طالبانو وغوښتل چې د امریکا د ماتې او افغانستان ته د فاتح کولو  فکر ونه کړي ځکه چې دا عملي نه ده.

د طالبانو بل استازي شهاب الدین دلاور وویل، د طالبانو دریځ دا دی چې له افغان سیاستوالو سره خبرې وکړي خو له دولت سره ونه ږغېږي.

د مسکو په غونډه کې ځینو افغان سیاستوالو د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملا برادر او نورو استازو سره په غېږ روغبړ وکړ.

تراوسه څرګنده نه ده چې د روسیې – افغانستان پر اړیکو سربېره د غونډې برخوال د افغانستان د روانې جګړې په اړه په خپل منځ کې خبرې کوي او که نه کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي شمیر کابلوف رسنیو ته ویلي، که دواړه خواوې وغواړي له یو بل سره تماس نیولی شي او روسیه حاضره ده چې دوی ته فرصت برابر کړي.

د مسکو د نن ورخې له غونډې سره په یو وخت د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي وویل. غواړي چې د افغانستان پر سر د افغانستان د سولې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یو وار بیا خبرې وکړي.

ده ونه ویل چې کله به له ښاغلي خلیلزاد سره وویني.

دا خبر بیا بیا تازه کېږي

One thought on “د مسکو غونډه؛ طالبان دې د بریالیتوب فکر له سره وباسي”
  1. salamoalikum watanwallow;AFGHAN GOVERNMENT AND SPECIAL DOCTOR ASHRAF GANI IS THE BOSS.
    ANY DECISION ABOUT THE PEACE WITH AFGHAN GOVERNMENT IS ACCEPTABLE FOR AFGHANS.
    ANY WHO SHARE IN MOSCOW CONFERENCE THEY ARE INTILLEGENTS/CORRUPTS/MILLIONAIRE&WARLOARDS,
    THEY CAN NOT BE REPRESENTS FROM 30 MILLIONS AFGHANS.
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *