تاند- یوه سکاټلنډۍ ښځه وايي چې هیڅ ډول درد نه احساسوي. څېړونکو هم منلې چې دا ښځه درد نه احساسوي او علت یې یو ناپېژندل شوي جین دی.
پر دې سربېره دا ښځه بېره او وارخطايي لږ احساسوي.
همداراز د حنیټکي خوڅښت له کبله د هغې ټپونه ډېر ژر رغېږي.
څېړونکي اوس هڅه کوي چې د هغې پر حنیټیکي خوځښت تحقیق وکړي او د نورو ناروغیو د درملنې لپاره ورڅخه کار واخلي.
د (UCL Medicine) یو څېړونکی ډاکتر جیمز ککس وايي چې دوی ته څرګنده شوې چې دا ښځه یو ډول جینوټایپ لري چې د یوه ځانګړي جین فعالیت کموي.
دا ښځه، چې ۶۵ کلنه وه، په لاس کې جراحي عملیات شوه خو ډاکترانو ته معلومه شوه چې هغه هیڅ درد نه احساسوي حال دا چې د ډاکترانو په وینا د لاس په هماغه ځای کې، چې دا ښځه عملیات شوه، انسان زیات درد احساسوي.
د سکاټلنډ په شمال کې د یوه روغتون انستیزیست یا د بېهوشۍ متخصص ډاکتر دوجیت سریواستاوا تشخیص کړه چې دا ښځه درد نه احساسوي.
دې ښځې ډاکترانو ته وروسته وویل هیڅکله یې د هیڅ راز درد لپاره مسکن ګولۍ نه ده خوړلې حتي د غاښونو د ایستلو په وخت یې د درد کرارولو پیچکاري نه ده کړې.