تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هممهاله د ولسي جرګې لپاره د غزني ولایت او دغه راز د ټولو ولایتونو د ولایتي شوراګانو انتخابات نه ترسره کوي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې دوه ځلې دا انتخابات ځنډولي او ټاکل شوې ده چې اوس د میزان په ۶ مه (سپټمبر ۲۸) یوازې د ولسمشرۍ انتخابات وشي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره د ولایتي شوراګانو او د ولسي جرګې لپاره د غزني د انتخاباتو د ځنډېدو دلیل د وخت کموالی وباله.
ټاکل شوې وه چې دا درې انتخابات په یو وخت وشي.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازیتوب هماغه وکیلان کوي چې څه باندې ۸ کاله پخوا غوره شوي دي.