ده ډېفنېس پوسټ (The Defense Post) راپور ورکوي چې طالب اورپکو د جام تاریخي منار د ساتنې لپاره پر ګمارل شويو امنیتي پوسټو برید کړی، د یونېسکو نړیوال میراث دې اثر ته يې لاسرسی له منځه وړی او ۱۸ تنه امنیتي ځواکونه يې وژلي دي.

دا برید یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي چې په غور ولایت کې د ۱۲مې میلادي پېړۍ (اته سوه کاله پخواني) منار د ویجاړېدو وېره رامنځته شوه.

د غور د پولیسو مرستیال مشر وايي، طالبانو د منار شاوخوا ځينې امنیتي پوستې نیولې دي، خو موږ باید دا پوستې بېرته له طالبانو ونیسو ځکه لاډېره جګړه ښايي منار تخریب کړي.

د غور ولایت مقام ویاند، عبدالحی خطیبي، وايي، پدې بریدونو کې ۱۵ دولت پلوې ملېشې او دري پولیس سرتېري وژل شوي دي.

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، فخرالدین آري پور وايي، طالبانو د ټلیفون پايې بندې کړي او سیمې ته يې هرډول لاسرسی بند کړی دی.

ښاغلی فخرالدین وايي:

“[د سېل له امله] د پاککارۍ کار په ټپه ولاړ دی او موږ نه پوهېږو چې هلته څه تېرېږي.”

By Seen

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *