د امریکا د سولې انسټیټوټ (USIP) د سولې په اړه د طالبانو په سیمو کې د اوسېدونکو وګړیو پر اندونو یو راپور چمتو کړی او تحلیلوي چې آیا د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې خلک د طالبانو د وسلې اېښودلو، د سیاسي جوړجاړي او حکومت په اړه څه فکر کوي.
• د افغانستان هغه خلک چې د طالبانو د کنټرول یا نفوذ په سیمو کې ژوند کوي، ستره آرزو يې تاوتریخوالي ته د پاي ټکي اېښودل دي. که څه هم د طالبانو ډېری جګړه ماران له شخړې ستړي دي، خو دوی تر هغه وسلې اېښودلو ته لېوال نه دي تر چې موخې يې نه وي ترلاسه شوې.
• د طالبانو غړي تر ډېره په دوو هدفونو تمرکز کوي – د بهرنیو ځواکونو وتل او د یوه “صحیح” اسلامي حکومت رامنځته کول. خو، ډېر لږ طالبان پدې ښايي سم پوه شي چې د دوی هغه ډول حکومت به، د شریعت د سختګیرانه تطبیق ورهاخوا، د اوسني اسلامي جمهوریت سره څخه توپیر ولري.
• د طالبانو غړي په پراخه کچه د اوسني افغان حکومت سره د سولې خبرو د مفکورې پر وړاندې مقاومت کوي، ځکه دوی دې حکومت ته د نااسلامي او نامشروع حکومت په سترګه ګوري، او له دې حکومت سره د واک شریکو معاملې د مفکورې مخالفت کوي.
• د طالبانو تر اغېز او نفوذ لاندې سیمو کې خلک او پخپله طالب اورپکي پدې ګمان دي چې د سولې د هوکړې په پایله کې به طالبان پر خپلو سنګرونو کنټرول وساتي او په هغو سیمو به هم واک ترلاسه کړي چې اوس د دولت او طالبانو تر منځ لاس په لاس کېږي.
• د طالبانو د مېرمنو او د طالب د خپلوانو ښځو په ګډون، ډېری ښځې چې د طالبان تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېږي دا نه مني چې طالبان دې پر دوی سختګیري وکړي او له ګرځېدو او یا روغتیايي خدماتو او تعلیم ته يې دې له لاسرسي څخه بندې کړي.
• هلته یو بل پیاوړی حس هم دا و چې د شخړې میراث ته رسیدګي باید د هر ډول سولې بهیر یوه برخه وي. د عدالت په برخه کې د دوی اندونه د شدیدو مجازاتو او بښنې یوه ګډوله وه. په ځایي کچه، اړتیا ده چې د مننې، پخلاینې او بښنې یو ساختاري او مشروع بهیر رامنځته شي.