مــا تـه وايـي چې کافـر یې، تـر چـړې لانــدې یـې پــروت یم

راتــــه کـــړی پـــه غــوږونـــو کـې چـې کــوم مــلا آذان دی

(شهنواز باقر)

د شهنواز باقر شعرونه ټول د پاملرنې وړ دي، باقر په همدې کم عمر او لږې تجربې سره وکولای شول چې د خپل ښکلي کلام له لارې د شعر خوښونکو په زړونو کې ځای پیدا کړي، د باقر د شعرونو په لوستلو یا اورېدلو سره، د دې کرښو تر لیکلو نه مخکې دوه هڅېدلی یم چې یو څه ولیکم:

ــ د ۲۰۱۷ ام کال د فبرورۍ پر څوارلسمه د ښاغلي شهنواز باقر د یو بیت:

»كــورجــوړوم پــه كې كـرم د قلــمونو ونې

كور جوړوم ورته راوړم د كتابـونـو خښتې«

په اقـتـفا خپل یو لیکلی شعر  خپور کړ چې سرلیک یې داسې و:

«کور جوړوم نــښلـــوم د نـــــوي نـــسل کــــــــــړۍ»

زما د شعر څو بیتونه دا دي:

کور جوړوم پــکې جـــګــــوم د نــــوي دور مــانۍ

کور جوړوم ور تـــه راوړمـــــه د بـڼــکــو ځـولـۍ

کور جوړوم چــې ولـــري د یـوې مــینې خـولــګۍ

کور جوړوم چې په کـــې نــه وي د چا آه و سلـګۍ

ــ بیا د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې د باقر له یو شعر سره مخ شوم چې سرلیک یې داسې و:

«زما د ډېر ځپلي قام بادشاه خبره واوره!»

باقر په شعر کې له بادشاه نه څه پوښتنې او هیلې لري چې په هنري بڼه یې د شعر په زرین لوښي کې په خورا درناوي وړاندې کړې دي. ما هم د یو څه لیکلو تکل وکړ. لومړی مې پر باقر او د هغه پر یاد شعر خپلې خبرې ولیکلې او بیا مې د یاد شعر بشپړ متن راواخست او له خپلو نظریاتو سره یو ځای مې خپور کړ.

باقر

په یاد مې نه دي چې زه د ښاغلي شهنواز باقر له کلام سره کله د لومړي ځل له پاره مخامخ شوم، خو دومره مې په یاد دي چې کله مې یې لومړنی شعر ولوست، ډېر څه په کې راته نوي وو، ډير خوند مې ورنه واخیست او نوي انځورونه مې، د انځور کارونې په ځانگړي ستایل سره تر سترگو شول. وروسته له هغه به چې هر چيرې د باقـر له شعر سره مخ شوم، پرته له لوستلو به مې نه پرېښوده.

اوس دا دی په میډیا کې بیا د ده په خپل غږ کې، د ده یو څو بیتونو سره مخ شوم چې ډیر ښکلي انځورونه او د کلماتو عجیب پیل لري. دی په هنرمندانه ډول اسمان په یوه گیلاس کې ځایوي، دی د خپل وجود د ونې له سیوري محروم، خو په تاو کې یې سوځي، باقر سره له دې چې د تاوتریخوالي په گڼه گوڼه کې زېږېدلی او را لوی شوی دی، خو د یو میـږي پر مرگ هم خوابدی کيـږي، شعر یې له انساني عاطفې او د مینې له پیام نه ډک دی.

دا شعر یې چې ما دلته را اخیستی دی، د یو لوی پیام تر څنگ، ښکلي او نوي انځورونه هم لري. څو بېلگې یې دا دي:

ــ په وجود کې د شگو بیابان ابادول،

ــ مات خوبونه،

ــ ماتې سترگې،

ــ تږي څاڅکي،

ــ پنځم موسم،

ــ د اوبو په گیلاس کې اسمان ځایول،

ــ د خپل وجود په تاو سوځېدل،

او…

دا هم د شهنوار باقر د نوي شعر څو بیتونه:

ابـــاد کـــړی پــــه وجــــود کــې چـــا د شـگــو بــیــابــان دی

چـــې دریـــاب تــــه پـــــه یــــوه لـپـه اوبــــو پـسې روان دی

مــات خـــوبــونـه زه پـــه مــاتـو، مـاتـو سترگـو باندې گـورم

تــــږي څــاڅـکي راورېــــږي، د پــنــځـم مـــوسم بــاران دی

مــا تـه وايـي چې کافـر یې، تـر چـړې لانــدې یـې پــروت یم

راتــــه کـــړی پـــه غــوږونـــو کـې چـې کــوم مــلا آذان دی

تـېـر مـې نـه شي چېـرته ستـوري، زه پـر دې بانـدې وېـرېـږم

د اوبـــو پـــه ډک گـیـلاس کــې مـې لــیــدلی نـــن اسـمـان دی

زه د خــپــل وجـــود پـــه تــاو کــې لــکــه ونــــه سوځــېـدمـه

زما سیـوری پـه بــل چـا و، مـگـر لـمـر مې په خپل ځــان دی

چــا تـــر پـښـو لانـــدې بـــاقــــره، و میـږی چیـرته مــړ کړی

لا تــر اوسه مې رنگ زیړ دی، لا تر اوسه مې زړه وران دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *