د سمون او بدلون شبکه، په هېواد کې د یوه ستر ځوان محوره چتر په توګه، چې ملي همه شموله جوړښت دی، خپل دریځ په دې ډول اعلانوي

#سوله

د سمون او بدلون شبکه د افغانستان د سولې په اړه د داخلي، سیمه ییز او نړۍوال بدلونونه په ژور او دقیق ‌‌‌‌‌‌ډول څاري او د افغانستان د سولې په هکله د متحده ایالاتو د وروستیو هڅو څخه قدرداني کوي. د افغانستان سیاسي تاریخ د دې شاهد دی، چې له هېواده بهر د افغانستان د سولې او جګړې په تړاو پروګرامونه، د وطن او افغان ملت په ګټه پای نه دی موندلی. د افغانستان خلک له هېواده بهر د افغانستان د دولت او خلکو په اړه د پروګرامونو له جوړلو او ناوړه پایلو په اړه یې ښه مخینه نه لري.

د مسکو د ناستې ګډونوال په تېر حکومت کې د سولې اصلي خنډ جوړونکي وو او د سولې په بهیر کې یې اړینه ریښتینولي نه لرله او اوسمهال د واک د لیونتوب له امله د سولې په بهیر کې یې ګډون کړی. په دې ډول، موږ د افغانستان ځوانان او نوی نسل په څرګند ډول اعلان کوو، چې د مسکو ناستې ګډونوال زموږ ځوانانو، نوي نسل او د افغانستان د خلکو استازیتوب نشي کولای. له دې امله له هغوی نه غوښتنه کوو، څو د سولې په خبرو کې د افغانستان دولت له پامه و نه غورځوي او له طالبانو سره د افغانستان د دولت مخامخ خبرو د له منځه وړونکي په توګه واقع نشي او همدارنګه د افغانستان د خلکو او خاورې د خپل ځان د بربادۍ لامل نشي.

د افغانستان له حکومت څخه غواړو، څو د سولې مشورتي لویه جرګې د پریکړه لیک په رڼا کې د افغانستان دولت د سولې مرکچیانو ډله جوړه کړي. ټینګار کوو، چې د سولې مرکچیانو په ډله کې د افغانستان د نوي نسل او ځوانانو ونډې ته په جدي ډول پاملرنه وشي. او په پای کې له طالبانو د اسلامي تحريک، د امریکا متحده ایالتونو او د سیمې له هېوادونو غواړو، څو د سولې خبرې د افغانستان دولت په ګډون سره، چې د افغانستان د خلکو رسمي آدرس دی؛ دوام ورکړي.

#ټاکنې

د سمون او بدلون شبکه په دې باور ده، چې د واک لیږد د قانون په رڼا او د رڼو او سالمو ټاکنو له لارې ترسره شي. په دې توګه د سمون او بدلون شبکه له حکومت څخه غواړي، که چیري د سولې بهیر پایله و نه لري، او یا هم د پخلاینې بهیر په نیږدې راتلونکې کې بې پایلې وي، د ټاکنو په لاره اچولو بهیر چټک کړي. همدارنګه د دې ترڅنګ چې پر ټاکلي وخت د ټاکنو د ترسره کیدلو غوښتنه د ولسمشریزو نوماندانو حق ګڼو، خو له هغوی غواړو، چې په ډیر زغم، د هېواد روان بهیر او وضعیت ته په کتو سره؛ د قانون په رڼا کې عدالت غوښتنه وکړي.

#د ښځو پر حیثیت بریدونه

په پای کې په سیاسي، اداري او پوځي برخو کې د ښځو په وړاندې د شته ستونزو ته په کتو سره ټینګار کوو، چې په ادارو کې د ګمارل شویو ښځو پر حیثیت بریدونه، عقلاني، وجداني، افغاني او اسلامي کار نه دی. له دې امله په حکومت کې دننه او بهر له سیاسي سیالانو څخه غواړو، څو د خپلو سیاسي موخو لپاره د افغانستان د پتمنو ښځو حیثیت باندې لوبې ونکړي. ورته تورونه به د ښځو ټولنییز او سیاسي ګډون مخه ونیسي. له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړو، څو ورته تورونه د افغانستان د ښځو د حیثیت بیرته را ګرځولو او په دولت او خصوصي سکتور کې د ګمارل شویو ښځو د خوندیتوب لپاره؛ د قانون په رڼا کې وڅيړي.

په درنښت

د سمون او بدلون شبکې د ویاندوی دفتر

د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۹ / د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د مې ۳۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *