طالبان له کلونو راهیسې هغه دیني عالمان په نښه کوي چې دا جګړه پردۍ او ناروا یادوي، دیني عالمانو په ایاتونو او احادیثو ثابته کړې چې دا جګړه ناروا ده او ګټې یې نور هېوادونه وړي خو قرباني یې افغانان ورکوي.

که د طالبانو دهشت او وحشت نه وی او هر کله یې دیني عالمان نه په نښه کولی، اوس به ټولو دیني علماوو په یو غږ د طالبانو وحشت او جګړه ناروا بللی وه، طالبان دیني علماء ځکه په نښه کوي چې د دوی پرضد د محراب او ممبر له لارې غږ پورته نه شي.

طالبان هم پوهیږي چې جګړه یې مشروع نه ده او یواځې افغان وژنه او مسلمان وژنه ده، خو دا چې جګړه یې اوس کاروبار ګرځیدلې، هڅه کوي چې دوام ورکړي او دا دوام هغه وخت ورکولی شي چې باجراته دیني علماء له مخې لیرې کړي.

طالبان په کاذبانه تبلیغاتو د دین له اړخه بې سواده او کم عمره ځوانان د جګړې لپاره استخداموي او بیا یې ځانمړګور او ډله ییزو بریدونو ته چمتو کوي.

طالبان چې هر ځای د خپل فکر او تګلارې خلاف کس باندې زور رسیږي، هملته یې له منځه وړي، دا که محراب، ممبر مسجد او یا نور مقدس ځایونه وي، طالبانو ته هیڅ پروا نه کوي چې خپل د فکر مخالف چرته او کله له مخې لیرې کوي.

طالبان چې اوس په اجرتي قاتلینو بدل شوي، هیڅ دیني عالم نه پریږدي چې د پاکستان خلاف او د ملي ګټو په ننګه باجراته څرګندونې کوي، خو افغان ځواکونه ژمن دي چې د طالبانو ټول هغه اجرتي قاتلین به له منځه وړي چې دیني علماء په نښه کوي.

مولوي سمیع الله ریحان چې د افغان ځواکونو په ننګه او د جګړې خلاف څرګندونې به یې کولې، پست او نامرده دښمن په ممبر کې په نښه کړ او د ده تر څنګ یې څو نورو مظلوم لمونځ کوونکي په شهادت ورسول او ټپيان یې کړل.

افغان ځواکونو ژمنه کړې چې د مولوي سمیع الله ریحان بدل به اخلي او طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته به اجازه ور نه کړي چې دیني علماء په نښه کړي.

طالبان تر دې هم پست او رزیل دي او هر رزالت چې انسانیت او اسلامیت حرام بللی وي، دوی یې د اسلام په نوم کوي.

دا نه لومړی دیني عالم و او نه به وروستۍ وي چې طالبان یې په نښه کوي، خو مسوولیت یې نه مني، خو د طالبانو له دې ډول کارونو سره به ددیني علماو غږ چوپ نه شي او په جرات سره به له ملي ګټو او نظام ملاتړ ته دوام ورکړي.

افغانان له ډير پست او وحشي دښمن سره مخ دی، خلک جومات ته په ډاډه زړه ځي چې جومات کې به خوندي وي، خو د طالبانو رزالت څخه دلته هم خلک ځانونه خوندي نه ګڼي.

افغان ځواکونه د خلکو د ناموس او ځان ساتنه کوي، خو دا چې دښمن نامرده دی، داسې ځای کې برید کوي چې هیڅ له انسانیت سره اړخ نه لګوي، جومات تر ټولو خوندي ځای دی او هیڅ اجازه نشته چې وینه پکې توی شي.

مولوي سمیع الله ریحان دې خدای وبښي، او نور دیني علماء شته چې د هغه لار تعقیب کړي او دښمن ته وښيي چې یو ریحان دې شهید کړ، سل نور شته چې د نظام په ملاتړ او دطالبانو په وحشت غږ پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *