ملا هیبة الله

تاند- د وسله والو طالبانو مشر نن /شنبه/ د کوچني اختر په مناسبت د جګړې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تر هغو به جنګ جاري ساتي چې خپل هدفونه یې لا سته نه وي راوړي.

د طالبانو ویندوی ملا هبت الله اخوندزاده د اختر په درشل کې په خپل پیغام کې په عین حال کې هڅه کړې چې افغانانو ته ډاډ ورکړي چې طالبان د جګړې د پای ته رسېدو او د ټولو افغانانو د استازندوی حکومت غوښتونکي دي.

د ملا هیبت الله په پیغام کې د اوربند او د افغانستان له حکومت سره د خبرو د احتمال یادونه نه ده شوې.

تېره اوونۍ په مسکو کې یو شمېر افغان سیاستوالو له طالبانو سره په کتنو کې هڅه وکړه چې دا ډله اوربند ته راضي کړي خو د طالبانو استازو ورته وویل چې د اوربند مسله د دوی له مشرانو له پرېکړې سره تړاو لري.

هبت الله اخوندزاده د مسکو غونډه د طالبانو بریا بللې« اسلامي امارت د خپل اصولي دریځ او سوله ییزې تګلارې له مخې په دې توانیدلی چې د افغانستان د ګاونډ او سیمه ییزه اجماع د ځان کړي، په مسکو کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۱۲ هیوادونو لومړی کانفرانس، د اسلامي امارت له سیاسي استازیو سره د نړۍ د هیوادونو اړیکې او د هغوی د سیاسي لوړ پوړو چارواکو رسمي لیدنې کتنې او د بین الافغاني تفاهم په سلسله کې غونډې او تماسونه زموږ د خبرې ښکاره ثبوت دی.»

هیبت الله اخوندزاده د خلکو هغه هیلې مړې کړې چې لږترلږه په اختر کې یې اوربند ته لرلې.

د طالبانو مشر ویلي« هیڅوک دې داتمه نه راڅخه کوي چې خپل هدف ته تر رسیدو مخکې به د جهاد ګرم سنګرونه ساړه او څلویښت کلنې قربانۍ هیرې کړو.»

د طالبانو مشر یو وار بیا ژمنه کړې چې طالبان به عام المنفعه پروژو او تاسیساتو ته زیان نه اړوي« اسلامي امارت همدا اوس ټولو مجاهدینو ته ځانګړي هدایات کړي چې د عام المنفعه پروژو ساتنې، پالنې او پرمختګ ته خاصه توجه وکړي.»

دې ډلې تر دې پخوا هم څو ځلې دا ډول ژمنې کړي خو عملاً یې ګڼ شمېر پلونه، پلچکونه، ښوونځي او کلینیکونه ویجاړ کړي دي.

د ملګروملتو د یونسیف د وروستي راپور پر اساس سږ کال په افغانستان کې د جګړې له کبله تر ۱۰۰ زیات کلینیکونه بند شوي دي.

5 thoughts on “د طالبانو مشر په اختر کې اوربند او د سولې خبرې رد کړې”
  1. طالبه ښه پوهيږي چې دا جنګ او دا جهاد چې تې کوې، دا دافغانانو په مذهب کې جای نه لري .نه لکه څنګه چې ته هیڅ خوا او مخ ،او دين ته درناوی نه کوې او هر څه ته جهاد وايي ،نو موږ هم دا حق لرو او هر هغه افغان چې له وطن سره مینه لري بايد چې تاسې ليوني سپي موردار کړي او نور دې لاس خلاص تر پاکستانه‌ د هغه افغان دې هم لعنت سي چې تاسو ته افغان او مسلمان وايي منافقان دي.

  2. د داړونکي وحشي ځناور نه چې ځنځير یې دبل په لاس کې وي نوره کومه توقع کیدی هم نشي.
    زه افغان دولت ته حیران یم چې دوی ولې د وحشیانو څخه د سولې او خبرو تمه لري؟ هغوی درسره خبرو، سولې، او یوځای کیدو ته تیار ندي مګر ته ورپسې یې او هغوی دې سپکوي.
    که دولت ریښتونی وي او فساد پکې نه وي نو باید په ملت غږ وکړي او په یو اواز ددې وحشیانو جرړې وباسي. هر چاته په خپل کلي او ولس کې وحشیان او د هغوی پلویان معلوم دي باید لمړی ددوی نه شروع وشي او بیا په نړیوالو غږ کړي چې که جنګ ختمول غواړئ نو جنګ دلته ندی لږ په پوله واوړئ او دا جنګ پاکستان ته یوسئ چیرته یې چې جالې دي، او که نه نو بیا د افغانستانه ووځئ.

    1. امریکا نه غواړی چی جنګ ختم شی داد امریکا یو پروژه ده خاطر جمع اوسه وار دمخه یی داعش درته د هماغه اخور نه چی طالب ته خواړه ورکوی تربیه کړی
      چی فعلً د طالب نه زیات قوت لری دا جنګ نه ختمیږی خس او خاشاک به یی افغانان وی او اور به بل وی
      متل دی تا که احمق در جهان باشد مفلث در نماند

  3. د تاند له محترمی اداری کارکوونکو څخه هیله ګیږي چی د خسته کنی څیرو انځورونه په خپلی ویب پاڼې ‌‌‌‌‌‌ډير وخت لپاره پرینږدي. ورڅه ستړي شوي یو نور موږ.

  4. ملا ابو وحشت آخوند د خبیث ابوسیاف بن لادن او نجس ګلبدین بن حمیدګل اصلي وارثین دي، هغو دوو جنایتکارانو به هم د آی ایس آی له سوړې کټ مټ همداسې انګولا کوله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *