تاند- نن سهار اوه بجې او ۵۰ دقيقې د کابل پنځمې ناحيې اړوند پر سیلو سړک د استاد رباني پوهنتون د عملې په کاسټر موټر چاودنه شوې چې له امله یې یو کس شهید شوی، څلور میرمنې او پینځه نارینه زخمیان دي.
پولیس وايي، چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې چې د پوهنتون په موټر پسې نښلول شوی و.
کابل امبولانس ټول ټپیان د کابل علي اباد روغتون ته رسولي خو ډاکتران وايي چې د دریو زخمیانو حالت نازک دی.
دویمه او دریمه پیښه هم په هماغه ساحه کې شوې دي. د پولیسو یوه منبع وايي، چې په دویمه چاودنه کې ۳ تنه ټپیان شوي خو دریمې یو تن برسېرن ژوبل کړی دی.
د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده پرون د اختر په مناسبت پیغام کې خپور کړ او په هغه کې یې ویلي چې د اوربند نیت نه لري او خپلو بریدونو ته به دوام ورکوي.
د کابل له نننیو چاودونو جلا تېره شپه په غزني کې په یوه انتحاري برید کې ۶ پولیس وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.