د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر شلمه اونیزه غونډه د(۱۳۹۲) د لړم میاشتي په لومړۍ نیټه په کتاب ښار کی دمیرمن بهیرد غونډوپه تالار کی جوړه شوه دغونډي سټیج چاري کاینات سادات پرمخ بیولې  د غونډې مشره ساهره شریف او منشي یې مینه ابراهیم خیل وه د غونډې میلمانه: ښاغلۍ مصطفی سالک د بي بي سي راډیو څخه او آغلې مرسل احمدزۍ د قندهار ولایت د ښځو د اقتصادي خوندیتوب،بشري حقونه او بیا رغونې د ملاتړ مؤسسې څخه راغلې وه.د غونډې په لومړۍ برخه کې د مینې طوطاخیل په مثنوي کره کتنه وشوه چې په لاندې ډول وه:

د زړه ګلشن مې شو خزان دلبره

یو ځل را ووایه جانان دلبره

درپسې خوړین مې د زړه شو ګله

واړه ژوندون مې در په در شو کله

اوس د بهار ګل مړاوې شوي یاره

 هر یو امید مې خاورې شوي یاره

چا ته اظهار د پاکې مینې وکړم

چا ته خبرې تکې  سپینې وکړم

دلته خبرې څوک زما نه مني

دلته څوک عدل او وفا نه مني

له چا ګیله له چا شکوه وکړمه

چا ته د خپل ژوندون کیسه وکړمه

دلته د ظلم انتها شوه ربه

دلته په برخه مو ژړا شوه ربه

د پښتون منځ کې فاصلې دي ولي؟

په غم لړلې یي کیسې دي ولې ؟

پکې هم مور او هم بچي ژړیږي

پکې هم ښځه هم سړي ژړیږي

نن پرې راغلې کربلا ده خدایه

هر یو وګړۍ په ژړا ده خدایه

څوک یې ماڼۍ په تک تور بم تباه کړي

څوک يې په سرو لمبو کې چم تباه کړي

هر یو ګودر هر یو منګۍ مات شوۍ

دلټه د پیغلې سپین تندۍ مات شوۍ

بیا هم پښتون او هم افغان یادیږم

په هر ډګر کې قهرمان یادیږم

خو خپل وطن آباولۍ نشم

دغه سره مخي ترې شړلۍ نشم

له غمو ډک چې دې ګوګل شو مینې

خاورې ایرې دې تور اوربل شو مینې

لیکوالي پاکیزې ارزود مینی طوطاخیل مثنوي په اړه وویل دا لومړۍ ځل وو چې مثنوي لیکل شوې او مینه جانې په مثنوي کې قافیې مراعات کړې وې او ښکلي قافیي وې.

نعیمې غني د مثنوی په هکله وویل چې باید یوه موضوع ورته انتخاب شي  خو سر بیره پر دې بیا هم ښه مثنوي وه.

او بلقیس محبوبي ته هم مثنوي د منلو وړ وه او ویي ویل چې د شاعرې پر شعر ډیرې نیوکې د شاعر ې استعداد کمزوری کوي او دې مثنوي کې شعري توازن ډیر ښه و.

د غونډې په دوهمه برخه کی بیا هم دی تل په څیر ازاده مشاعره ترسره شوه چی پکی هرې یوې اغلو شاعرانو نعیمه غنی بلقیس محبوبی حقیق مینانظری فرشته امرخیل مرسل  احمدزی شکریه خروټی پاکیزه ارزو کاینات سادات اوږی امیل شکریه جلالزۍ نظیفه نیازې مینه امرخیل شفیقه خپلواک، مینې ابراهیم خیل او مدهونا حیدري خپل شعرونه ګډونوالوته وړاندی کړل اوسیلۍ درد د خوست ولایت څخه  مسکا له هلمند ولایت څخه د ټلیفون له لاری خپل شعرونه وړاندی کړل

د غونډې په دریمه برخه کی پر کاری مسایلو خبری وشوی د میرمن بهیر په تیرو غونډو کې د بهیر یو شمیر غړو ته دنده سپارل شوې وه چې د میرمن بهیر د ویبسایټ لپاره مطالب برابر کړي او هره یوه د یوې ځانګړې برخې مسووله ټاکل شوې وه.په دې ډول:

مینه موسی زۍ                       د لنډو کیسو د برخې مسووله

شکریه خروټۍ                         دطنز او ادبي ټوټو برخې مسووله

شفیقه خپلواک                    د اوسنیو میرمنو لیکوالو د ژوندلیکونو د برخې مسووله

پاکیزه آرزو               د پخوانیو میرمنو لیکوالو ژوند لیکونو د برخې مسووله

مینه ابراهیم خیل                       د شعرونو د برخې مسووله

اوږۍ امیل                            د فلکلور د برخې مسووله

 په دی برخه کی د هری یوی څخه د دوی ورکړل شویو مسولیتونو په هکله چې دوی ته ورپه غاړه وو وپوښتل شو ل خو  یوازی شفیقی خپلواک او مینه ابراهیم خیل خپل مسولیتونه سرته رسولی وو، نورو ته توصیه وشوه چې په راتلونکي کې ورسپارل شوې دندې پخپل وخت تر سره کړي.

غونډه د مازدیګر په څلور بجې پای ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *