زاهدالله حداد، کونړ
هره ورځ چې د کونړیو مخورو سره مخ کېږې نو لومړنۍ غوښتنه یې دا وي او اسرار کوي چې که د کونړ په دې څپانده سیند د بریښنا څرخونه ولګول شي دا به دهیواد دآبادۍ اوپرمختګ د یوې پخې خښتې د ایښودو په مانا وي .
د کونړ ولایت یو تن دیني عالم او ټولنیز فعال مولوي واحدي وايي:((دلته کابو درې سیندونه سره یو ځای کیږي خوهیڅ ګټه ترې نه اخیستل کیږي، که د دې بې مهاره سیند طعیت کله خراب شي انسانان اوځمکې هم وړي او ډېر زیات تخریب کوي.))
ښاغلی واحدي زیاتوي چې دا په داسې حال کې دی چې اوس اوس دکونړ مرکز اسداباد د بریښنا لپاره چالان جنراتورونه په یوه شپه کې اته سوه لیتره تیل سوزوي چې یو یونټ بیعه یي دعادي بریښنا څخه ګرانه ده.
د سیمې یو تن اوسېدونکی او د بريښنا تخنیکي انجینر د نوم نه اخیتسو په شرط راته وویل: ((په اسداباد کې د سردار داود خان په مهال دښار لپاره جوړ شوي بریښناکوټ د اوږدې مودې کار له امله بې تابه شوی، شپږ کاله وړاندې په ماڼوګي کې د اته میګاواته په ظرفیت، یوه بند د جوړیدو کار پیل شوی و خو اوس یي کیفیت خراب شوی او ظرفیت یې یونیم میګا واټ ته ښکته شوی دی.))
په دومره ډېرو ابو کې د بریښنا کمي خلک ستړي کړي، نقیب الله چې په اسداباد کې د جامو ګڼډلو دوکان لري وایي:
((بريښاکوټ زیاتره وخت خراب وي، جنراتورهم سم کار نه کوي، د ماڼوګي برق ته مو سترګې وې معلومه نه ده چې کله به جوړ شي، د کور لپاره هرچا سولر اخیستی.))
د کونړ د بریښنا امر عبدالشکور عابد ته چې په نږدې مهال کې یي نوی نوی کار پیل کړی خلک خوشبین دي خو ترې د بنسټیز کار غوښتنه کوي.
ښاغلی عابد ډاډ ورکوي او وایي: ((دخلکو اړتیا لپاره یي اوس جنراتورونه فعال کړي، د ښار برقي سیستم یې هم منظم کړی، دماڼوګي بریښنا د وېش چارې به ډېر ژر بشپړې شې او د ګټې اخیستنې وړ به وګرځي.))
د ده په ونیا د اسداباد یوازیني بریښناکوټ د بشپړې رغونې منظوري هم شوې، چې ډېر ژر به یي چارې پیل شې.
عابد د ماڼوګي بند د کار خرابتیا اوظرفیت کمښت مني خو پړه یي په قراردادي شرکت او مخکنیو چارواکو اچوي، دی وايي چې له لوړو مقاماتو سره به دا چاره هم تعقیبوي.
له کونړیانو سره د بریښنا په برخه کې تېرو وعدو ته په کتو به شا او خوا اته میاشتې وروسته دا مالومه شي چې د نوي امر خبرې تشې لافې وې او که د عمل جامې یې ور په تن کړای شوې.