په نورستان ولایت کې ۱۵۲ نجونې له دولسمو ټولګیو فارغې شوي دي او په دې سره په نوموړي ولایت کې د دولسم ټولګي نه د فارغو شویو نجونې شمیر یو نیم برابر زیات شوی.
د نورستان د پوهنې رئیس مولوی محمد امین حماد وايي د تېر کال په پرتله یې له ښوونځیو د فارغو جینکو تعداد تر توقع زیات لوړ شوی او دا اوس په نورستان کې تر شپاړس زرو پورې نجونې ښوونځی لولي.
” تېر کال مونږ سل نجونې فارغانې ورکړې وې چې پنځوسو یې کانکور ازموینه هم ورکړه، خو په ۹۷ کال کې موږ ۱۵۲ نجونې فارغې کړې چې ډېرو یې کانکور ته ثبت نام وکړ.”
هغه وايي نږدې دا اوس د ټول نورستان په هیڅ ښوونځي کې لېسانسه ښوونکې نشته .
په نورستان کې ټول ۲۱۴ ښوونځي فعال دي.