۱۳۹۸/۳/۱۲
د ننګرهار والي په مشرۍ د قانون د حاکمیت په موخه د همغږۍ ناسته وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ عدلي او قضایي،امنیتي،ولایتي شورا او بشر حقونو ادارو ترمنځ د قانون د حاکمیت په موخه د همغږۍ ناسته وشوه .یاده ناسته چې د غبرګولې په ۱۲مه ولایت مقام کې ترسره شوه،پر مهال یې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل،د استیناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده، ولایتي شورا رئيس احمدعلي حضرت،استیناف څآرنوالۍ رئیس هاشمي،امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز،ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر،بشر حقونو رئیسې صبرینا حمیدي،ملي امنیت مرستیال او یو شمیر نورو شتون درلود.
د دې ناستې پر مهال مسؤلینو په یوالي سره ژمنه وکړه،چې د قانون د حاکمیت په موخه به د قانون د تطبیق لپاره په ګډه کار وکړي او په دې برخه کې به له هر ډول سرغړونو څخه ډډه وشي .تر دې وړاندې استیناف محکمه کې هم د عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ ګډې د همغږۍ غونډې ترسره شوي دي .
۱۳۹۸/۳/۱۲
ننګرهار کې د ۴۳۲ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
په ننګرهار ولایت کې د افغانانو د پرمختګ او لاسنوې مؤسسې له لورې نن د غبرګولې په ۱۲مه ۴۳۲ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د مالوماتو له مخې یاده مرسته چې د اماراتو د بېلابېلو مؤسسو په مرسته چمتو شوې وې،هرې کورنۍ ته د شاوخوا ۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت خوراکي توکې ورکړل شول .

۱۳۹۸/۳/۱۲
ننګرهار کې یو تن د جعلي افغانیو سره یو ځای ونیول شو او پولیسو درې کړۍ ماینونه کشف او لمنځه یوړل .
ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې پولیسو د جنت ګل په نوم یو تن د جعلي افغانیو سره یو خای نیولی او د قضیې د څېړنې په موخه اړونده ارګانونو ته ور پېژندل شوی دی .
د یو بل خبر له مخې پولیسو د خوږیاڼو او دورباب ولسوالیو په مربوطاتو کې درې کړۍ د وسایطو ضد جوړ شوي ماینونه کشف او له زیان پرته یې خنثی کړل.
۱۲/۳/۱۳۹۸
نازيانو ولسوال د ولسمشريزو ټاکنو چمتووالي په موخه د ټاکنو کمیسون استازوسره وکتل
ننګرهار ولايت نازيانو ولسوال قاضي صاحبزاده ګل طارق په دې ولسوالۍ کې د ولسمشريزو ټاکنو چمتووالي په موخه د ټاکنو کمیسون استازو سره وليدل.
په دغه ناسته کې په ياده ولسوالۍ کې ټاکنولپاره د زمينې برابريدو، د ټاکنيزو توکو او موادو پر چمتووالي او په اړونده برخ کې په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
دوی همدا راز ژمنه وکړه، چې خپل کارونه به په پوره شفافيت سره پر مخ يوسي او ټاکنو ته په له همدا اوسه په ټولو برخو کې چمتووالی ونيسي.

۱۲/۳/۱۳۹۸
کوز کونړ کې ۷۸ بزګرانو ته د سايبینو کرنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه او ورته د سايبينو اصلاح تخم وويشل شو
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د NEI کرنيز پروګرام په مالي همکارۍ ۷۸ بزګرانو ته د سايبينو د کرنې روزنه ورکړل شوه او همدا راز هر بزګر ته د سایبينو ۱۲ – ۱۲ کيلو ګرامه اصلاح شوی تخم وويشل شو.
د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري په وينا يادو بزګرانو ته توره او سپينه سره هم ورکړل شوه، ترڅو د سايبينو په کښت کې ترې ګټه پورته کړي.
بزګرانو په يادې مرستې خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه، چې د کرنې په برخه کې ور سره نورې مرستې هم تر سره شي.

۱۲/۳/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ مسئولینو بېلې لېسه کې د ازموينې له صحنې څخه ليدنه وکړه
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ مسئولين بېلې لېسې ته ولاړل او هلته يې د کلنيو ازموينو له صحنې څخه ليدنه او څارنه وکړه.
يادو مسئولینو ښوونکي او زده کوونکي خپلو مسئولينو ته ځيرل کړل او زده کوونکو ته يې سپارښتنه وکړه، چې ازموينې لپاره چمتوالی ونیسي ترڅو ښې نومرې ترلاسه کړي.
دوی همدا راز ياد ښوونځي سره د سطرنجيو، سپينو تختو، قرطاسيې او نورو درسي توکو مرسته وکړه.

۱۲/۳/۱۳۹۸
لعلپورې ولسوالۍ کې د اختر په شپو ورځو کې د امنيت لا ښه والي په موخه ځوانانو سره غونډه وشوه
ننګرهار ولايت لعلپورې ولسوال د اختر په شپو او ورځو کې د امنيت لا ښه والي په موخه ځوانانو سره د همکارۍ او همغږۍ په موخه غونډه وکړه. نوموړي ځوانانو ته لارښوونه وکړه، چې د اختر په شپو او ورځو کې د امنيت په لا ټينګښت کې امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او همدا راز د پلاستيکي وسلو او پټاقيو په مخنيوي کې خپل مسئوليت اداء کړي
ځوانانو لعلپورې ولسوال ته د تېر په څېر د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته یې کړه، چې د خپلو سيمو امنيت کې به لازمې هڅې تر سره کړي.

۱۲/۳/۱۳۹۸
کامې ولسوالۍ ته د جمهوري رياست ټاکنو لپاره توکي او مواد ورسيدل او د عامه پوهاوي غونډې په کې پيل شوې
ننګرهار ولايت کامې ولسوال شريف الله فضلي وايي، چې دې ولسوالۍ ته د جمهوري رياست ټاکنو په موخه د ټاکنو اړوند توکي او مواد ورسيدلي دي.
نوموړی وايي، چې ټاکنو کې د ګډون په موخه عملاً د عامه پوهاوي ورکشاپونه پيل شوي او خلک چمتو دي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

۱۳۹۸/۳/۱۲
ختیځ کې د ځوان بدلون مدني ټولنې لخوا سل تنو یتیمانو ته اختریز لباسونه ورکړل شول.
ختیځ کې د ځوان بدلون مدني ټولنې له لورې د اختر په را رسیدو سره د ننګرهار مرکزي دارالیتام له سل تنو بې وزله ماشومانو او د شهیدانو له کورنیو سره د اختریزو لباسونو مرسته وشوه .
د یادې مرستې د ورکړې پر مهال ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ د یادې ټولنې له نوښت څخه ستاینه وکړه،چې د اختر د خوښيو په شیبو کې بې وزله کورنیو ماشومانو ته هم لباسونه وکړل.
هغې پر نورو شتمنو او ټولنو باندې هم غږ وکړ،چې د یتیمو ماشومانو او شهیدانو کورنیو لپاره د ښه اختر په برابرولو کې مرسته وکړي .
۱۲/۳/۱۳۹۸
د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د د پلاستیکي وسلو او پټاقیو د را ټولولو کمپاین پیل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په امر د پولیسو له لورې په مرکز او ولسوالیو کې د نیکمرغه کوچني اختر په را رسیدو سره د پلاستیکي وسلو او پټاقیو د را ټولولو او لمنځه وړلو ترڅنګ د پلورونکو سره یې قانوني چلند پیل شو.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونیار روح الله سادات وایي،د نن ورځې په جریان کې له ګڼ شمیر هټیو څخه پلاستیکي وسلې،پټاقۍ او ګڼ نور هغه غیرې قانوني توکې چې له امله یې د اختر په شپو ورځو کې د خلکو ذهنونه نا ارامه کیږي،نیولي دي .
هغه زیاته کړه، یاد کمپاین به جریان ولري او له خلکو یې هم وغوښتل،چې د یادو توکو له پیر او پلور څخه ځآنونه وژغوري،ترڅو د سرغړونې په ترڅ کې د دوی له قانوني کړنو سره مخ نشي .په همدې حال کې د اچین ولسوالۍ ښاروال نوید شینواری وایي، د پولیسو په مرسته یې ټول غیري قانوني توکې چې په کې پلاستیکي وسلې،ټوپکونه، تفنګچې، پټاقۍ او نور توکې له هټیو څخه را ټول کړل .

۱۲/۳/۱۳۹۸
ننګرهار کې د خدمت خیریه بنسټ له لورې ۱۶۲ د یتیمو ماشومانو او بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې د غبرګولې په ۱۲مه د خدمت خیریه بنسټ له لورې ۱۶۲ یتیمو او بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه،چې په کې په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ هم ګډون کړی وو.
د یاد بنسټ مشر ابراهیم باور وویل، یاده مرسته یې په بهرنیو هېوادونو کې له یو شمیر افغانانو څخه تر لاسه کړې،چې د ځآنګړې سروې له مخې له وړاندې د بې وزله او یتیمو کورنیو لیستونه برابر کړي دي .
هغه زیاته کړه، د نورو بې وزله او یتیمو کورنیو په نښه کولو چارې یې هم جریان لري،ترڅو په راتلوونکې کې هم ورته مرسته پیدا او مستحقو کورنیو ته یې ورکړي.
په ټولنیزو چارو کې د و لایت مرستیالې حبیبې کاکړ د یادې مرستې څخه مننه وکړه،چې هرې کورنۍ ته یې یوه بورۍ اوړه،یو من بوره،یو من لوبیا،پنځه لیتره غوړي او یو شمیر نور توکې ورکړل .
هغې پر نورو شتمنو هېوادوالو غږ وکړ،چې د بې وزله کورنیو په لاسنوي کې د ولایتي ادارې سره همکاري وکړي .
په همدې حال کې مرسته اخیستوونکو هم په یادې مرستې خوښي وښوده او د دوی سره پر لا زیاتو مرستو ترسره کولو یې ټینګار وکړ.

۱۲/۳/۱۳۹۸
ننګرهار کې د خپلواکۍ سلمې کليزې د ښې نمانځنې په موخه په ولايتي کچه دارالانشاء او کاري پلان جوړ شو.
د جمهور رئیس په حکم په ټولو ولايتونو کې د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځې په موخه په ولايتي کچه دارالانشاء او کاري پلان جوړ شو، چې له مخې به يې تر راتلونکو ۷۸ ورځو پورې د خپلواکۍ ورځې نمانځنې په پار په بېلابېلو برخو کې چمتووالی ونيول شي او هم به تفريحي او زينتي کارونه تر سره شي.
د غبرګولي په ۱۲مه په همدې موخه ولايت مقام کې غونډه جوړه شوه، چې پر مهال يې ننګرهار والي، د ولايت مرستيال، د چارو ادارې پلاوي، د ادارو رئیسانو، ولسوالانو، مدني فعالانو، ځوانانو او نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې د جمهور رئیس په حکم له همدا نن ورځې څخه د سلمې کليزې په وياړ دارالانشاء په فعاليت پيل کوي، چې د چارو ادارې لخوا جوړ شوي پلان سره سم به د خپلواکۍ ورځې نمانځنې په موخه فعاليتونه تر سره کوي.
نوموړي وويل، چې د خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت يې په اداري مجلس کې هم يو کمیسون جوړ کړی و، چې ټول به په ګډه کار کوي، هغه زياته کړه، چې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت يې د غازي امان الله خان په اړه د مقالو ټولګه برابره کړې، چې په ښکلي صحافت تر چاپ وروسته به د سلمې کاليزې په وياړ پر هېوادوالو وويشل شي.
ننګرهار والي د ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د جوړ شوي پلان سره سم فعاليت پيل کړي او په خپله برخه کې د ازادۍ سلمې کليزې په وياړ چمتووالی ونیسي.
ننګرهار ولايت مرستیال تميم عارف مومند وویل، چې د خپلواکۍ سلمه کاليزه نمانځل ولسي پروګرام دی او هرڅوک کولی شي، چې د دغې ورځې ښې نمانځې په موخه ور سره نظرونه شريک کړي، نوموړي وويل، چې د خپلواکۍ سلمې کاليزې نمانځنې په موخه جوړ شوی پلان او پريزينټيشن به ادارو سره شريک کړي، ترڅو د پلان له مخې په خپله برخه کې فعالیتونه تر سره کړي.
پوهنې رئیس حسیب الله شينواري وويل، چې دوی همدا مهال په ولسواليو کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ د قرانکريم حسن قرات سيالۍ او يو شمېر نورې برنامې پر لاره اچولي، ترڅو خلکو ته د ازادۍ ورځې په اړه هم عامه پوهاوی وکړي.
د چارو ادارې ولايتي چارو رئيس روح الله احمدزي وويل، د ولسمشر په حکم په ټولو ولايتونو کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې نمانځنې په وياړ په هر ولايت کې دارالانشاء رامنځته شوې، چې والي يې د مسول، ولايتي شورا، رئيسان، ولسوالان، سوداګر، مېرمنې، ځوانان او نور يې غړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه دارالانشاء به د چارو ادارې له لوري جوړ شوي پلان په تطبيق کې عملي اجرات کوي، ترڅو تر راتلونکو ۷۸ ورځو پورې د خپلواکۍ جشن ته د چمتووالي او بېلابېلو برخو کې ځانګړي فعاليتونه تر سره کړي.
د دغې غونډې پر مهال د چارو ادارې ننګرهار ولايت مسئول عطاءالله ساپي له لوري هغه پريزينټيشن هم وړاندې شو، چې له مخې يې د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ بېلابېل پروګرامونه او فعاليتونه به تر راتلونکو اته اويا ورځو پورې تر سره شي.
په دغه پروګرامونو کې په ښار او ولسواليو کې د بيرغ داره موټرونو، چې پرې به د خپلواکۍ ځانګړي شعارونه لګيدلي وي ګرځيدل، له ملي بيرغ څخه د جوړ شويو ګوډي پرانونو او پوکاڼيو هوا ته پورته کول، د کرکټ، فوټبال او نورو لوبو تر سره کول، په خلکو د ګلانو او د ازادۍ ورځې په اړه د عامه پوهاوي بروشرې ويشل، په ادارو کې مکتوبونو کې د ملي بيرغ لګول، د ودانيو په ملي بيرغ ښکلي کول، حماسي سندرو ويل، په هره ولسوالۍ کې د خپلواکۍ په نوم يوې – يوې ونې ته ښايسته رنګ ورکول او نور پروګرامونه شامل دي.
د پلان له مخې په دغه ورځو کې به په ټول هېواد کې دوه افغانۍ تيل ارزانه کيږي، ترڅو موټر چلوونکي وکولی شي، چې د خپلواکۍ سلمې کاليزې جشن کې فعاله ونډه واخلي.
همدا راز د ازادۍ ورځې په مناسبت به په ښار کې يو څلور لارې د ازادۍ په نوم نومول کیږی او همدا راز بزګران او نور هټيوال به خپل توکي په ملي بيرغ پوښي او خرڅلاو ته به يې وړاندې کوي، که کوم توکي ونه پلورل شي؛ نو حکومت به يې وپيري.
د مدني فعالانو په استازۍ شريف الله ناصري، سيد اغا حليمزي، اسماعيل هوتک او څو تنو نورو د خپلو خبرو پر مهال د خپلواکۍ سلمې کاليزې په وياړ د جوړې شوې طرحې او پلان څخه ملاتړ وکړ او زياته يې کړه، چې بايد په ډيره مينه دغه ورځ ونمانځل شي.
دوی وويل، چې ازادي د ولسونو په قربانيو اخیستل شوي او ولسونه چمتو دي، چې په خپل لګښت سره د سلمې کاليزې په ښه نمانځلو کې ونډه واخلي.
دوی همدا راز د يادې ورځې ښې نمانځنې په موخه يو شمېر وړانديزونه او نظرونه هم شريک کړل، چې مسئولينو له لوري وړانديزونه ومنل شول او په پلان کې ځای ورکړل شو.

۱۲/۳/۱۳۹۸
د ننګرهار ۶ ولسوالیو څخه بې ځایه شوي نږدې ۱۵ زره کورنۍ بېرته خپلو ولسوالیو ته د میشت کېدو په موخه ستنیږي .
چارواکي وايي، د ننګرهار دوربابا،نازیانو،پچیراګام،کوټ،اچین او بټي کوټ ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي ۱۴۵۴۶ کورنۍ پخپلو خوښه بېرته خپلو سیمو ته د میشت کېدو په موخه ستنیږي .
د دې ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس نجیب الله قیومي یادې څرګندونې ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ په ځآنګړي بېړنۍ غونډه کې وکړې .
په دې غونډه کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ پرېکړه وکړه،چې د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د مرسته شوو څخه پاتې ۳ میلیونه او اووه سوه زره افغانیو د ویش په موخه به هم په یاده ولسوالۍ کې د مستحقو کسانو د پېژندلو په موخه سروې ترسره کړي .
په همدې حال کې د کډوالو چارو وزارت سلاکار او د انکشافي بودیجې مسؤل جلال الدین وقار وایي، ۴ میلیونه او سل زره افغانۍ بودیجه یې ځآنګړې کړې،ترڅو هغه کسانو ۲۰۰۵ کورنیو سره ترې مرسته وکړي،چې د بې ځایه کېدو وروسته خپلو سیمو ته د بېرته ستنیدو پرېکړه وکړي .
په ولایت مقام کې په یاده بېړنۍ غونډه کې د سکتوري خدمتونو رئیس فضل الربي همیم او یو شمیر نورو هم شتون درلود.

۱۲/۳/۱۳۹۸
د عوایدو لوړونې په موخه د ولسوالیو مالیاتو مسوولینو سره ناسته ترسره شوه.
د ننګرهار ولایت مستوفي ګل افضل نادري په لارښوونه د دې مستوفیت د عوایدو آمر فرمان شاه بهسودي په مشرۍ د ټولو ولسوالیو مالیاتو مسوولینو سره د چارو د ارزونې، د عوایدو په شفافه توګه راټولولو، د چارو پر خپل وخت اجرا او د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ناسته ترسره کړه.
د ولسوالیو مسوولینو په یادو برخو کې د تېرو ژمنو په تازه کولو سره یو ځل بیا د دې ادارې موخو ته د رسیدو لپاره د عوایدو امر ته د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدا رنګه یې د عوایدو را ټولیدو پر مهال خپلې ستونزې هم شریکې کړې،چې د حل ژمنه یې ورکړل شوه .

۱۲/۳/۱۳۹۸
د ننګرهار پولیسو د درمل جوړونې په یو شرکت کې ۱۱ زره قرصه نشه راوړونکي ټابلیټ او د ټابلیټ کا د پروسس وسایل له درې تنو سره یو ځای نیولي .
چارواکي وایي،د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ په دوه سړکې سیمه کې د درمل جوړونې پر يو شرکت عمليات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۱۱زره قرصه نشه راوړونکي ټابليټونه او په زياته اندازه نور نشه يي توکي او د ټابليټ کا د توليد او پروسيس وسايل له درې تنو سره یو ځای نيولي .
د دې ولایت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونيار خالد عمر وايي، په دې عملياتو کې چې تېره ورځ ترسره شوي،همدا راز ۴۵ کيلوګرامه جامد کېمياوي مواد، ۳۵ لېتره مايع کېمياوي مواد، ۱۹ دانې ټابليټ کا، يو ميل کلاشينکوف او د ټابليټ کا د توليد او پروسيس وسايل نيول شوي دي.
عمر زياتوي،د یاد مدیریت پولیسو همدا راز په تېرو دوو اونيو کې يې په شلو بېلابېلو عملياتو کې ۸۰۱ کيلو ګرامه نشه يي توکي او ۱۶۳ لېتره الکولي مشروبات هم نيولي،چې د قضيو په تور يې ۲۳ کسان هم نيول شوي او د عدلي تعقيب په موخه يې اړوندو ادارو ته ور سپارلي دي.

۱۲/۳/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ماشوم نړيواله ورځ د خپلواکۍ د سلیمې کلیزې په مناسبت په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځل شوه .
د ننګرهار ولايت کار او ټولنيزو چارو رياست کې د غبرګولي په ۱۲مه د ماشوم نړيواله ورځ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځل شوه،چې په کې د دې ولایت والي،یو شمیر رئیسانو،ماشومانو،د ماشومانو میندو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت د ماشوم نړیواله ورځې له امله ماشومانو او د دوی کورنیو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه،ماشومان د هېواد راتلونکي کدرونه، چارواکي، خدمتګاران او سياستوال دي،ځکه خوښ دي،چې په نازونه او نمانځنه کې برخه اخلي .
نوموړي د ماشوم تغذيه، تربيه، روزنه، ساتنه او روغتيا ته پاملرنه د ټولو لويانو ګډ مسئوليت ياد کړ او غوښتنه يې وکړه، د ماشومانو روزنې او پالنې په برخه کې ټول مسئولين په ګډه امکانات برابر کړي.
ده زياته کړه، چې پر ماشومانو بايد پانګونه وشي، ترڅو په راتلونکې کې ښه کاري کدرونه ولرو، چې هېواد ته په بېلابېلو برخو کې خدمت وکړي.
هغه وايي، سره له دې، چې حکومت د افغان ماشومانو په روزنې او پالنه کې يو څه سهولتونه برابر کړي؛ خو اوس هم پنځه ويشت سلنه ماشومان په سوی تغذیه اخته دي، نږدې څلور ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي او يو شمېر ماشومانو ته په کم عمرۍ کې ودونه کیږي .
ننګرهار والي وويل، چې د جګړو له امله ډيری کورنۍ په فقر کې ژوند کوي، چې ماشومان يې له ډيری حقونو څخه بې برخې پاتې دي؛ نو مونږ ته پکار ده، چې د جګړې مخه ونیسو ترڅو مو راتلونکی نسل په ثبات کې را لوی او د ژوند له هغو حقونو څخه برخمن شي.
ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شیرزاد وويل، چې سلګونه ماشومانو ته يې په ښوونځیو کې د زده کړو، ساتنې، کفالې، حرفوي زده کړو، وړو کاروبارونو، شاقه کارونو مخنيوي او نورو ګڼ شمېر برخو کې سهولتونه برابر کړي دي.

هغه پر حکومت او ولسونو غږ وکړ، چې د ماشومانو په ساتنې، د دوی په سپانسر او د ماشوم ژوند او روزنې په برخه کې د سهولتونو رامنځته کېدو په موخه د رضاکاره ډلې پر جوړيدو کې غوښتنې وکړې.
په ختيځ کې د بشر حقونو رئیسې صبرینا حمیدي وويل، چې ماشوم په ټولنه کې با ارزښته قشر دی او د دغه ډول غونډو جوړيدل د ماشومانو پر شخصيت او روان مثبت تاثیر لري.
نوموړې د ماشوم پيدايښت څخه وړاندې د والدينو پر چمتووالي، د مور په غيږ، ښوونځي، ټولنه کې د ماشوم په تربيې او د ژوند په مختلفو پړاونو خبرې وکړې او د ټولنې مسئولين يې د دوی حقونو ته په پاملرنه ځير کړل.
د دغې غونډې پرمهال د يو شمېر روزنتونونو زده کوونکو شعرونه، ترانې وویلې او همدا راز د امام بخاري روزنتون زده کوونکو له لوري د هېواد ساتنې په برخه کې تمثيلي پارچه وړاندې شوه، چې د ګډونوالو خوښۍ وړ وګرځيده.
ننګرهار والي شاه محمد میاخيل د ماشوم نړیواله ورځ چې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کلیزې په مناسبت په ځآنګړو مراسمو سره نمانځل کېده، ماشومانو ته یې نغدي اختريزه ډالۍ او د کار ټولنيزو چارو رياست له لوري برابره شوې قرطاسيه ورکړه.
ننګرهار والي همدا راز په ورته وخت کې د کار ټولنيزو چارو رياست له لوري د حرفوي زده کړو له ټولګيو څخه ليدنه وکړه، چې په دغه ټولګيو کې په دوو وختونو کې شاوخوا دوه زره او دوه زده کوونکي د کمپيوټر، خياطۍ، برېښنا، مبايلونو او جنراتونو ترميم او بېلابېلو برخو کې زده کړې کوي
ننګرهار والي شاه محمد مياخيل يادو زده کوونکو ستاينه وکړه، چې حرفوي زده کړې کوي او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې کسبونه زده کړي او د کسب له لارې خلکو ته خدمت او حلال رزق پرې ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *