تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان مشرانو ته خبر ورکړ چې له طالبانو سره په خبرو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
زلمی خلیلزاد د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او ټاکل شوې ده چې ژر د دې ډلې له استازو سره په قطر کې اووم پړاو خبرې هم پیل کړي.
خلیلزاد مخکې تر دې چې نن /دوشنبه/ د پاکستان سفر پای ته ورسوي پرون او نن د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې خلیلزاد او ورسره ملګري امریکايي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په پروسې کې د پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.
له بلې خوا پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د حکومتي سرچینو په قول وايي چې ښاغلي خلیلزاد پاکستاني مشرانو ته له طالبانو سره د تېرې میاشتې د خبرو په اړه معلومات ورکړل او دغه راز یې هغوی ته وویل چې په راتلونکي پړاو خبرو کې کوم ګامونه اخلي.
ده پاکستاني مشرانو ته وویل چې د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان په سوله کې د پاکستان د مرستې ستاینه کوي او دا اقدامات د امریکا او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو لپاره د اهمیت وړ دي.
دوی دغه راز د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو پر ګټو او د سیمې له سولې سره د هغو پر اغېز خبرې وکړې.
خلیلزاد پاکستاني چارواکو ته وویل چې امریکا حاضره ده چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي.
ده نن په یوه ټویټ کې د پاکستان د سفر په پای کې لیکلي:
«په اسلام اباد کې مې ۲۴ ساعتونه ګټور و. پاکستاني مشرانو ته مې د سولې په بهیر کې د تېرې میاشتې د خپل پرمختګ په اړه معلومات ورکړل. په دې مې ورسره خبرې وکړې چې پاکستان د افغانستان د سولې په پرمخ بېولو کې څه مرسته کولی شي. د افغانستان په سوله کې د پاکستان همکاري د سیمې په ګټه ده او د امریکا او پاکستان اړیکې پیاوړي کوي.»
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی افغانستان، متحده عربي امارات او قطر ته هم لاړ شي.