حکیم ګوهر  
 
افغان حکومت او طالبانو تېر کال د کمکي اختر په لومړیو درېو ورځو کې اوربند وکړ. دا اوربند د ولس له تود هرکلي سره مخ شو، خو سږ کال برعکس د وسله والو طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده په خپل څو صفحه‌ییز اختریز پیغام کې په ښکاره الفاظو د اوربند نه کولو ویلي او زیاته کړې یې ده، چې په هېڅ صورت اوربند ته اماده نه دي. بدبختانه چې یو ځل بیا یې په جنګ ټینګار کړی.
دا خبرې داسې مهال کېږي، چې افغان حکومت لا تر اوسه د اوربند په هکله رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ویلي، چې که طالبان اوربند ته تیاری وښیي، نو د اوربند په تخنیکي موضوعاتو بحث ته اماده دي.
خو دا چې طالبان سږ اختر اوربند نه کوي، دا د دې ډلې په نه خپلواکۍ دلالت کوي. “کله چې انسان ازادي ولري، تصمیم خپله نیولی شي.” او بله دا چې د تېر کال له اوربند نه ښه خاطره نه لري او وېره لري، چې داسې نه یو ځل بیا خپل جنګیالي له لاسه ورکړي.
د دې ډلې ډېری جګړه مارانو د اوربند پر مهال نه یوازې په خپل هېواد کې د پوره ازادۍ احساس وکړ، بلکې د خپل زړه ځینې ناسپړل شوې غوټې یې خلاصې کړې او له خلکو او رسنیو سره یې په خبرو او مرکو کې په زغرده وویل، چې له روانې جګړې سخت ستړي شوي دي او نور د ناحقه جنګ توان او قدرت نه لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي، پخپل فیسبوک پاڼه کاږي: ((چې تېر اوربند کې د دوی له ځینو پوښتنه شوې وه، چې ولې مو د طالبانو لیکې پرېښودې، په ځواب کې یې ویلي وو: “هغوی موږ ته ویل چې په کابل کې ټول خلک کافران دي، دوی لمونځونه نه کوي، جوماتونه نشته… دلته چې راغلو او دا حالت مو چې ولید هر څه بدل وو. بیا مو دا تصمیم ونیو. ”
نو دا ځل هم دوی سره پوره وېره شته، چې داسې نه په اوربند ټینګېدو سره خپل وسله وال، د هغوی روحیه او جنګي مورال له لاسه ور نه کړي، ځکه مشران خو یې هسې هم د جګړې په لومړیو کرښو کې نه دي او ټوله قرباني د لومړیو لیکو جنګیالي ورکوي. د سولې لپاره لومړنی او اساسي شرط اوربند دی او که دواړه لوري غواړي واقعي سولې ته ورسېږي، نو د بهانو پر ځای دې د خلکو واقعي غوښتنو ته ځواب ووایي او تر بل هر وخت ښه فرصت دی، چې طالبان هم د خلکو غوښتنو ته لبیک ووایي او اوربند اعلان کړي. جنګ دې ورک شي، سوله نعمت دی!
Hakim Gawhar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *