تاند- د پلازمېنې کابل په مرکزي برخه کې په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی دی.
راپورونه وايي چې اور نن /سې شنبه/ له اختر سره په یو وخت د منډيي په یوه مارکیټ کې بل شوی دی.
لومړني راپورونه وايي چې اور د منډيي د وچې مېوې په مارکیټ کې بل شوی او په دوو مارکیټونو کې لږترلږه ۳۰۰ دوکانونه له خطر سره مخامخ دي.
د کابل په منډيي کې په ځلونو اور لګېدلی دی. په تېرو پښېو کې د برېښنا شارتي د اور د لګېدو سبب بلل شوې وه خو د نننۍ پېښې د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي. اطفاییه د پېښې ځای ته ژر رسېدلې او هڅه کوي چې اور ووژني.
په بغلان کې چاودنه شوې
له دې جلا نن د بغلان په نهرین ولسوالي کې په یوه چاودنه کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.
پولیس وايي چې دا چاودنه د هغه بم د چاودېدو په نتیجه کې شوې چې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و.