تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د افغانستان د سولې د وروستیو پرمختیاوو په اړه خبرې وکړې.

ناټو ویلي چې خلیلزاد نن /چهارشنبه/ په بروکسل کې د دې تړون په مرکزي دفتر کې د ناټو ټولو ۴۱ غړیو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په عملیاتو کې متحدانو ته په افغانستان کې د سولې د وروستیو هلوځلو په اړه معلومات ورکړل.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په دې کتنه کې وویل«افغانستان لا هم د ناټو د عملیاتو تر ټولو لوړ لومړیتوب دی، او له خپلو عملیاتي شریکانو سره یوځای موږ د خپل دې هدف په یقیني کولو کې ژمن یوو چې افغانستان به هیڅکله د تروریزم د صادرېدو د ټوپ په تختې نه بدلېږي.»

ده همداراز وویل، «سفیر خلیلزاد د سولې د خبرو لپاره حقیقي زمینه برابره کړې او دا مسله اوس د افغانستان د ټولو سیاسي لوبغاړو او همداراز په مجموع کې د افغانانانو د اجنډا په سر کې ده.»

د ناټو سرمنشي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ته همداراز وویل«دا زموږ د افغان دوستانو او زموږ ټولو په ګټه ده چې د سولې خبرې بریالۍ شي. د سولې د خبرو د بریالیتوب یو ضروري شرط دا دی چې موږ ټول همنظره یوو او د سولې د ټینګېدو لپاره ټول ورته لور ته حرکت وکړو.»

د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د سولې د شرایطو د برابرولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو او تمویل له لارې مرسته کوي.

د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د سلامشورو لپاره دا له ۲۰۱۸ څخه په بروکسل کې د ناټو مرکز ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پنځم سفر دی.

خلیلزاد تر دې وړاندې پرون په جرمني کې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *