تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان نن /چهارشنبه/ وویل، پوځ موافقه کړې چې د هیواد له بودجې سره د مرستې لپاره دې پوځي بودجه کمه شي.
د پاکستان د پوځ کالنۍ بودجه زر ملیارد روپۍ یا یو ملیارد او سل ملیون ډالره ده.
پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.
د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۶ ملیارد ډالره پور له ورکولو سره موافقه کړې ده او تر دې وړاندې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او چین هم پاکستان ته ملیاردونه ډالر پور منظور کړی خو د پاکستان اقتصادي ستونزې لا هم کمې شوې نه دي.
د پاکستان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور د ترلاسه کولو لپاره مکلف دی چې یو لړ جدي اقدامات وکړي څو په راتلونکي مالي کال کې د پاکستان د بودجې کسر کم شي.
د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې د پاکستان د بودجې کسر باید تر ۵ ملیارد ډالرو پورې لږ شي، خو د پاکستان مخکیني حکومت دا جرات نه درلود چې د کسر د کمولو لپاره د پوځ بودجه کمه کړي.
د پاکستان د ځینو پخوانیو ملکي مشرانو خلاف عمران خان د پاکستان له پوځ سره نژدې اړیکې لري.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان د مالیې وزیر حفیظ شیخ د روان جون په ۱۱ د خپل هیواد د راتلونکي مالي کال، چې په جولای کې پیلېږي، مصرفي پلان اعلان کړي.
د پاکستان له اداري سیستم سره سم فدرالي یا مرکزي حکومت باید د مصرفي بودجې نیمايي برخه څلورو ایالتونو ته ورکړي او پاتې نورې بیسې د پوځ لګښتونو ته ځانګړي کړي.
عمران خان د پوځ مننه کړې چې د بودجې له کمېدو سره یې موافقه کړې. ده ویلي چې دا اقدام له مالي نظره په دې حساس او خطرناک پړاو کې اغېزمن دی.
د بودجې له کمولو سره د پاکستان د پوځ موافقه مرسته کوي چې افغانستان ته نژدې د قبایلي سیمو او بلوچستان د پرمختیايي چارو لپاره زیاتې پیسې ځانګړي شي. دا دوې سیمې ناکرارې دي.
د پاکستان مخکیني حکومت پوځي بودجه په سلو کې ۲۰ ډېره کړې وه.
د پوځ یوه ویندوی وویل، د یوه کال لپاره د پاکستان د پوځ د بودجې کمېدا د هیواد امنیت ته تاوان نه پېښوي.
د پاکستان پوځ د نړۍ یو له لویو پوځونو څخه دی خو منتقدان وايي چې د دومره لوی پوځ ساتل غیرضروري دي او پاکستان ته پکار ده چې د دې پر ځای پر روغتیا او تعلیم پیسې ولګوي.
د پاکستان تر ۴۰ سلنې زیات وګړي لیک لوست نه شي کولی.