تاند- په یو وخت د څو ماشومانو د زېږولو مو ډېر اورېدلي خو داسې مو ښايي نه وي اورېدلي چې یوه ښځه دې د لومړي ماشوم له زېږلو یوه میاشت وروسته بیا ماشوم وزېږوي.

یوه بنګله دېشۍ ښځه د ماشوم له زېږولو یوه میاشت وروسته بیا زېږنتون ته یووړل شوه او غبرګولي یې وزېږول.

ډاکتران وايي دې ښځې دوه رِحمونه درلودل او لومړی ماشوم یې په یوه رحم کې و او دوه نور یې په بل کې.

د عارفې سلطانه لومړی ماشوم په فبرورۍ کې دنیا ته راغی خو یوه میاشت وروسته بیا ورته درد پیدا شو.

ډاکتران په پیل کې بیخي حیران شول چې څرنګه کېدای شي چې د ماشوم له زېږون یوه میاشت وروسته دې یوه ښځه بیا اومیندواره او د ماشوم زېږولو پړاو ته ورسېږي.

په خپله سلطانې فکر نه کاوه چې نور ماشومان به یې هم په نس کې وي.

د دې لپاره چې د سلطانې کورنۍ بېوزله ده، د لومړي ماشوم له زېږولو مخکې یا وروسته یې الټراساونډ معاینه نه وه کړې.

خو ډاکتران وايي چې داسې کېدای شي او تر دې پخوا هم داسې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *