تاند- افغان چارواکي وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د طالبانو پر یوه محبس په برید کې ۸۴ اسیران خوشي کړي دي.

په شمال کې د شاهین قول اردو چارواکو نن /پنجشنبه/ وویل چې دا عملیات تېره شپه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي په شاخ کلي کې شوي دي.

امنیتي ځواکونو د طالبانو زندان ویجاړ کړی او ټول بندیان یې ورڅخه انتقال کړي دي.

د شاهین قول اردو د خبرپاڼې پر اساس په خوشي کړای شویو کسانو کې لږترلږه د داعش ۴ غړي او ۸ بهرنیان هم شامل دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویندوی کریم یورش رسنیو ته ویلي چې د طالبانو پر زندان په عملیاتو کې هوايي ځواک هم مرسته کړې ده.

 ویل شوي چې بهرنیان د تاجکستان اتباع دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *