په وروستي مورد کې امریکا د ایران ۳۹ پټروکیمیاوي شرکتونه د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د امریکا ماليې وزارت ویناپاڼه کاږي چې دا شرکتونه د سپاه پاسداران د مالي ملاتړ له امله تر بندیز لاندې راغلي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، د فارس خلیج د پټروکیمیاوي صنایعو شرکت په یواځې ځان د شاوخوا ۴۰ سلنې تولید ظرفیت او د ایران د پټروکیمیاوي صادراتو نیمايي يې پرغاړه دي.

پر ایراني شرکتونو او تولیدي فابریکو د بندیزونو لړۍ ورځ تر بلې د ایران اقتصاد او صنعت تر فشار لاندې راولي او په وروستیو کې ددغه هیواد مشر ویلي، چې ایران له بې ساري حالت سره مخ دی.

نه یوازې چې د اقتصادي جګړې او فشارونو له کبله د ایران اخوندي رژیم ته خطر دی، علاوه له دې په فارس خلیج کې د امریکايي پوځي بیړیو، تجهیزاتو او عسکرو ډیروالی او د ایران دولت ویره اوج ته رسولې ده.

By Seen

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *