تاند- د سعودي عربستان د استخباراتو پخوانی ريیس شاهزاده ترکي الفیصل وايي، د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن مړی د دې لپاره اوبو ته وغورځول شو چې قبر یې په زیارت بدل نه شي.

شاهزاده ترکي له العربیه تلویزیون سره په مرکه کې وویل، امریکا د دې پر ځای چې د بن لادن مړی ښخ کړي، هغه یې سمندر ته واچاوه چې له قبر څخه یې ځینې کسان زیارت جوړ نه کړي.

ده وویل، څه چې بن لادن وکړل، د هیچا زړه ته نه لوېدل، ده به تل د اوسېدو ځای بدلاوه چې کشف نه شي.

د سعودي عربستان د استخباراتو د پخواني رييس په وینا دا هیواد یوازې په انساني دلایلو د بن لادن کورنۍ ته اجازه ورکوله چې له ده سره وویني.

ترکي الفیصل وویل، په ځلونو یې د طالبانو له پخواني مشر ملا عمر څخه غوښتي وو چې بن لادن سعودي عربستان ته وسپاري خو ملا عمر نه منله.

ترکي الفیصل وویل، ملاعمر ته یې په دې اړه چې که بن لادن سعودي ته ونه سپاري څه ډول عواقب به ولري او افغانستان ته به څومره زیان واړوي، خبرداری ورکړ.

ده دا هم وویل وروسته له دې چې طالبانو په دې اړه د سعودي عربستان غوښتنې ونه منلې، له طالبانو سره یې اړیکې پرې کړې.

ترکي الفیصل وویل، په دې اړه چې امریکایانو ولې د دې پر ځای چې بن لادن ژوندی ونیسي، هغه وواژه، څه نه شي ویلی خو امریکایان وايي، کله چې د بن لادن کور ته ننوتل، له نوموړي سره وسله وه او له همدې کبله یې پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

3 thoughts on “د بن لادن مړی ولې سمندر ته وغورځول شو؟ سعودي شهزاده یې ځواب وايي”
  1. سیاف بن لادن خو په ژوند ولوشلو، د کرایي عربي قتال په پانګه یې وزیراکبرخان پرې واخیست ۲۰۰۲ کې یې ترې چور کړ امریکایي سیکس بزنیس ته یې په کرایه کړ
    که د دغه عربي ځناور په مړي هم بیزنیس کیدی شوی نو دغه شیطان به ورته پغمان کې پردي هډوکي غلا کول زیارت به یې ورجوړوه له ځانه به یې منجاور او پیسې ټولولی

  2. Juѕt desire t᧐ say yߋur article іs aѕ surprising.
    Thee clearness іn yoսr submit iss simply excellent andd і
    cⲟuld think you aree knowledgeable іn tһis subject. Ԝell toցether with your permission allow
    me to seize your feed to stay updated witһ imminent post.
    Thank you 1,000,000 аnd please keеp up the gratifying ᴡork. https://Www.Superworld2020.com/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *