تاند- سایسنسپوهانو داسې روبات ترافیک پولیس جوړ کړی چې په واټونو او لویو لارو کې د ترافیک پولیس په ځای کار کوي.

دا روبات ترافیک پولیس د (SRI International) کمپنۍ انجنیرانو جوړ کړی دی.

دوی وايي چې دا روبات ترافیک پولیس د موټرچلوونکو لایسنسونه کتلی او سکن کولی شي او همداراز د ضرورت په صورت کې چلوونکي جریمه کولی شي.

د دې روبات ترافیک جوړوونکې کمپنۍ وايي چې (SRI International) به د موټرچلوونکو او ترافیک پولیسو ترمنځ لانجې پای ته ورسوي ځکه چې څوک به دا نه وايي چې په اړه یې نامنصفانه پرېکړه شوې ده.

دا روبات یو سکرین (شیشه) او یوه کمره لري، د موټر په مخکینۍ برخه کې نصب کېږي او د ویب کم له لارې د ترافیک پولیس له لوري کنټرولېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *