یکشنبه ۱۹/۳/۱۳۹۸
د غزني ولایت د واغظ او خواجه عمري ولسوالیو په اړوندو کې د هاوان د یوي سرګلولي او د طالبانو لخوا د سړک غاړي د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د اتو(۸) ماشومانو په ګډون لس (۱۰) تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

لومړۍ پیښه نن له غرمي مخکي د واغظ ولسوالۍ په چهارده سیمه کې د هاوان د یوي سرګلولي د چاودني له کبله رامنځته شوي چې پکي یو(۱) ماشوم شهید او اوه (۷) تنه ټپیان شوي دي.

دغه راز نن غرمه شاوخوا (۱۲:۰۰) بجي د خواجه عمري ولسوالۍ اړوند کلای نو ته څیرمه د طالبانو لخوا د سړک غاړي ځای پر ځای شوي ماین د ملکي کسانو پر یوه موټر چاودنه کړي چې په ترڅ کې یې دوه(۲) ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *