په افغانستان کې د نجيب د حکومت تر پرځيدو وروسته د هيواد په ټوله خاوره د مجاهدينو تظيمونه حاکم شول او د دوی د بیلابیلو تنظيمونو تر منځ د مخالفتونو له امله په افغانستان کې خپلمنځي جګړې پیل شوې چې دغو جګړو شااوخوا پینځه کاله ونيول، کابل ښار او د هيواد ځينې نور ولايتونه د جګړو له امله په ګنډوالو بدل شول.
په دغو جګړو کې تر دوه ميليونه زيات افغانان شهيدان شوي په ميليونونو بې کوره شوي او په ميلياردونو زيانونه خلکو ته اوښتي، د خلکو ژوند آن د بربادئ تر بريده ورسید، خو لاهم پر کابل راټول شوي تنظيمونه په خپل منځ کې نه و جوړ شوي، د کابل په څنډو او بیلابیلو ولايتونو کې لا جګړه روانه وه چې د هيواد په سویل کې د طالبانو په نوم غورځنګ سر راپورته کړ او د اصلاحاتو تر نوم لاندې يې خپله مبارزه پیل کړه.
د هيواد بیلابیل ولايتونه يې تر پوښښ لاندې راوستل چې پر کابل يې هم ولکه وکړه او د اسلامي امارت په نوم يې حکومت اعلان کړ دغه حکومت هم پينځه کاله دوام وکړ چې دا نو د افغانستان خلکو ته يوه تر ټولو توره دوره وه، خلک د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف تر لامه لاندې د دوی له فعاليت څخه تر پوزې راغلل.
د طالبانو د حکومت په وروستيو ورځو کې د امريکا پر دفاع وزارت او يو شمېر نورو ودانيو د الووتکو په واسطه بريدونه وشول او يوه غوغا يې جوړه کړه چې نړۍ ورته حيرانه وه، د وخت امريکايي چارواکو له لوري پر افغانستان بريدونه وشول چې ګنې پر امريکا بریدونه د القاعدې ډلې کړي او طالبانو د هغوی مشر اسامه بن لادن ته په افغانستان کې ځای ورکړی، او دوی به د طالبانو حکومت هم راپرځوي.
د طالبانو حکومت نسکور شو او د دوی ډیر کسان ووژل شول، ژوندي کسان یې لرې ولايتونو او د پاکستان سرحدي سیمو ته وتښتيدل، کلونه کيږي چې د افغان حکومت، بهرنيو سوله ساتو ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي چې کلونه يې ونيول.
د ۲۰۱۷ ميلادي کال له نمايي را پديخوا بیا له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې پیل شوې چې کله مثبتو پړاونو او کله بیا په ځای ودريږي، خو دا هغه چاره ده چې د پرون معرفي شوی وحشي طالب نن په بله جامه کې خلکو ته وړاندې کوي، پرون طالب هسې یاغي او باغي و نن د خبرو اترو میز ته ناست دی، د پرون بې منطقه او د جګړییز فکر طالب نن خلکو ته په نوې بڼه ورپيژندل کيږي چې موږ يې څو ټکو اشاره کوو:
لومړی : پرون وسلوال طالبان يوه یاغي او باغي ډله وه چې په وړاندې يې بايد يوازې جګړه شوې وی او نابود شوي وی خو نن يې د مذاکراتو مشرویط پیدا کړ.
دويم : پرون طالب خلک په کوتکو وهل، هره خبره يې له انساني چلند او اخلاقو لرې او هيڅ يې د منطق ژبه نه لرله خو نن رسنيو ته وړاندې شو، له کورنيو او بهرنيو رسنیو سره مرکې او مناظرې کوي.
دريم : پرون يې حکومت يوازې په زور نسکور شو، له ځمکې او هوا پرې بې شمیره بمونه او توغندې و وريدل خونن د مسکو په ناسته کې تر ټول لويې لويې خبرې کوي.
څلورم : طالب ته تر پرونه پورې واکسین حرام، تلويزيون کتل حرام، له بهرني طبع سره روغبړ حرام، د ښځو لوست او په دفترونو کې کار حرام او نن په مسکو کې له لغړو خبریالانو سره مرکې او د زړه خواله کول دا ټول پرون نه و ولې نن دا هرڅه موجود شول.
د قطر په پلازمينه دوحه کې د تېرو شپږ پړاوه مذاکراتو چې جزيات يې ډېر ندي په ډاګه شوي او ټولې شپږ پړاوه خبرې د پردو تر شا وشوې، د نن او پرون طالب په پرتله کې ډیرمهم رول لرلای شي.
طالب خو تاسو ټولو ته معلوم و او دی، چې طالب د خپلې مبارزې له پیل څخه هيڅ ډول فکر او تنوع نه غوښتل او يوازې يې د کوتک او ټوپک په خوله خبرې کولې.
د ټولو افغانانو غوښتنه او ارمان هم دادی چې طالبان سوله وکړي او په هيواد کې نوره جګړه ودريږي خو دا چې څنګه سوله ورسره وشي او څه ډول د ټولو افغانانو د قناعت وړ وګرځي.
د ټولو افغانانو هيله داده چې په سوله کې دې د افغانستان ملي کټې، د شهيدانو قربانئ، او د تېرو اولسو کلو پرمختګ په نظر کې ونيول شي چې په پای کې اباد او ازاد افغانستان ولرو.