تاند- په فراه ولایت کې د یوه جومات ملاامام د خپلې کورنۍ د غړیو په شمول ۱۱ تنه ووژل.
د فراه د ولایتي شورا غړي وايي چې دا پېښه پرون /یکشنبه/ ماسپښین په خاک سفید ولسوالي کې شوې ده.
تراوسه د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه ډېر جزییات څرګند نه دي خو ویل کېږي چې ملاامام پر قربانیانو ډزې کړي او وژلي دي.
د ملاامام په ډزو ۱۴ تنه نور ژوبل شوي دي.
د فراه امنیتي چارواکي وايي چې ملا امام د خپلې او یوې بلې کورنۍ ترمنځ له لفظي شخړې وروسته پر دواړو ډزې کړي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
ملا امام د پېښې له ځایه په تېښته بریالی شوی خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅه کوي.